د طالبانو د پاکستانیتوب نور څومره ثبوت غواړئ / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

د پاکستان ټولو پخوانیو چارواکو په دې اعتراف کړی چې طالبان یې ملیشې دي، ټولو دا منلې چې طالبان د دوی یو وسله وال ځواک دی چې د دوی د پآلیسیو د تطبیق لپآره افغانستان کې جګړه کوي، تاسو به تراوسه نه وي اوریدلي چې کوم طالب مشر یا بل چارواکې دې د پآکستاني چارواکو دا خبرې رد کړي وي چې ګنې موږ د دوی ملیشې نه یو او یو خپلواکه ډله یو.
له پرویز مشرف ـ شیخ رشید
پرویز مشرف په خپل کتاب د (اور په لیکه) کتاب کې په واضح ډول لیکلي چې کله يې افغانستان کې ولیدل چې دوی ستراتيژیک ملګری نه لري، نو یو ځل بیا یې طالبان راپورته کړل او د افغان حکومت پرضد د جګړې لپاره یې تنظیم کړل.
کرنل امام چې د پاکستان پوځ متقاعد جنرال و، په خپلو اعترافونو کې ویلي چې وزیرستان کې به یې طالبان روزل، د پاکستان د ګټو له فکر سره به یې افغانستان ته لیږه او دې جګړې ته به یې د جهاد نوم ورکو.
له پرویز مشرف څخه رانیولې، بیا تر د پآکستان د اوسني بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیر پورې ټولو په دې اعتراف کړی چې طالبان د دوی دي او د دوی د ګټو لپاره پاکستان کې جګړه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تیرو شل کلونو کې یوه ورځ هم طالبانو دا جرت و نه کړ چې د پاکستاني چارواکو څرګندونې وغندي او په غبرګون یې اعلامیه خپره کړي او یا یو بیان ورکړي.
دا کار ځکه نه شي کولی چې حتا طالبانو ته اعلامیې له جی ایچ کیو څخه راځي او بیا د دوی له ادرس څخه خپریږي، نو کله چې د طالبانو جامي، وسله او ډوډۍ له پاکستان وي، بیا کله دا جرت کولی شي چې د پآکستاني چارواکو څرګندونې رد کړي او خپله خپلواکی ښکاره کړي.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید څرګندونې
د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له سلیم صافي سره د جرګې په خپرونه کې اعتراف وکړ چې طالبان د دوی دي، د دوی د ګټو لپاره افغانستان کې جګړه کوي او په بدل کې ورته پاکستان د جګړې امکانات برابروي.
شیخ رشید په واضح ډول ویلي چې طالبان یې ملیشې دي، د طالبانو جسدونه پاکستان ته راوړل کیږي، دلته دفن کیږي او د ټپيانو درملنه یې د پآکستان په ځانګړو روغتونونو کې کیږي.
شیخ رشید دغه راز ویلي چې طالبانو باندې پوره باور لري چې د دوی هر خطر په افغانستان کې له منځه یوسي او په بدل کې یې پاکستان طالبانو ته پټنځایونه ورکوي، د روزنې برخه کې همکاري ورسره کوي او تجهیزات ورته برابروي.

پاکستان ته د جسدونو صادرات
افغانستان کې د وروستیو جګړو له شدت سره یو ځآی پآکستان ته د طالبانو د جسدونو او ټپيآنو انتقال زیات شوی دی.
تاسو به خواله رسنۍ تعقیب کړي وي، هره ورځ قبایلي سیمو، شمالي او جنوبي وزیرستان، کویټه، مردان او د پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د جنازو اعلانونه خپریږي او له اعلانونو سره په حاشیه کې لیکل شوي وي چې افغانستان کې وژل شوی دی.
دا هغه کسان دي چې یا د پآکستان پوځ کې پاتې شوي، یا د پاکستان د استخباراتو لپاره کار کوي او یا د پاکستان استخباراتو او مذهبي ټيکدرانو د جنت په پلمه تیر ایستلي وي او افغانستان ته یې لیږلي وي.
هر ځآی چې لس طالبان له افغان ځواکونو سره جګړه کې وژل کیږي، دوه درې پکې حتما پاکستانیان وي.
د افغانستان په جګړه کې، یا د طالبانو په لیکو کې د پآکستانیانو حضور یواځې د دې لپاره نه دی چې د طالبانو لیکې پياوړې کړي، بلکې د دې لپاره دی چې د پاکستان پالیسي په ښه شکل سره تطبیق شي او هغه څه چې د پاکستان استخبارات یې غواړي، باید افغانستان کې وشي.
څومره چې د پاکستانیانو حضور کې د هغوی ګټې تطبیق کیږي، دومره د هغوی په غیرې حضورۍ کې نه تطبیق کیږي، له همدې کبله پاکستان استخبارات روزل شوي کسان د طالبانو لیکو ته لیږي او ډير یې بیرته په تابتونو کې وړل کیږي.

د پاکستان نوي دستورونه
پاکستان چې اوس زیات شمېر روزل شوي پاکستانیان د طالبانو لیکو ته لیږي او ځینې یې حتا د قومندې صلاحیت هم لري، زیات تمرکز یې دا دی چې هره سیمه نیول کیږي، باید دولتي او عامه تاسیسات پکې له منځه لاړ شي.
تاسو ولیدل چې ځینو سیمو کې طالبانو دولتی او عامه تاسیسات په بمونو ویجاړ کړل او ځینې یې داسې په هنر د جګړې پر مهال وران کړل چې ځآن له ملامتۍ خلاص کړي.
خو طالبان په دې مجبور کړل شوي دي، چې که هره سیمه نیسي، هلته باید ویجاړۍ رامنځ ته کړي او پرته له ویجاړۍ دې مخکې تګ نه کوي.
طالب قومندانان مجبور دي چې دا کار وکړی، ځکه د طالبانو ټوله جګړه له کویټې او پيښور څخه رهبري کیږي او که قومندانان یې دا کار و نه کړی، همغه ورځ یې له دندې لیرې کوي او حتا د مرګ خطر یې هم شته دی.
طالبان به تر دې نور څومره د پاکستانیتوب لپآره ثبوت وغواړي چې د جګړې تنظیم او د حرکت او مخکې تګ قومنده یې له پاکستان ورکول کیږي.

د افغان حکومت دریځ
د افغان حکومت دریځ په دې تړاو واضح دی، افغان حکومت ټینګار لري چې تر څو پاکستان سره دولت په دولت سوله و نه شي، له طالبانو سره سوله کول، هسې ځان تیر ایستل دي.
ځکه د جګړې ټول صلاحیت قومندانانو سره دی او د قومندانانو قومنده بیا د پاکستان له استخباراتو سره ده.
کله چې جنګي ماشین د پاکستان په واک کې وي، نو بیا سیاسي طالبان هم یو سمبولیک شکل لري چې نه شي کولی په خپله خوښه باندې د سولې برخه کې قدم پورته کړي.
دا چې طالبان اوس هم د سولې له خبرو تيښته کوي او په جګړه یې تمرکز زیات دی، لامل دا دی چې پاکستان غواړي چې د جګړې په شدت کې افغان حکومت باندې د طالبانو ټولې غوښتنې ومني.
افغان حکومت په کراتو کراتو نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او امریکا ته په دې تړاو اسناد او شواهد ورکړي چې پاکستان د افغانستان جګړه کې څومره ښکیل دی او څومره د جګړې لپاره طالبانو ته امکانات برابروي.
د امریکا په تازه سفر کې هم امریکايي چارواکو سره شریکه شوې چې د جګړې سرچینه په پاکستان کې ده او تر څو چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې له ملاتړ لاس وا نه خلي، جګړه پای ته نه رسیږي.

نور څومره ثبوت
د طالبانو د پاکستانیتوب نور څومره ثبتونه به خلک غواړي چې ورته وړاندې شي، د پاکستان چارواکي په دې اعتراف کوي او طالبان یې پروړاندې چوپه خوله دي، نو دا ښکاره ده چې طالبان د پاکستان ملیشې دي.
هره ورځ په اوسط ډول له شل تر دیرش پاکستانیان د افغانستان جګړه کې وژل کیږي او جسدونه یې پاکستان ته انتقال کیږي.
د طالبانو پټنځایونه، روزنځایونه، کورونه، کاروبارونه، ژوند زندګي، په کویټه، کراچۍ او پيښور کې دي، هلته ازادې غونډې او ازادنه فعالیت کوي.
د طالبانو د ټپيانو درملنه د پآکستان په ځانګړو روغتونونو کې کیږي او جسدونه یې هلته خاورو ته سپارل کیږي.
هره ورځ د پاکستان په سوشل میډیا کې له شل تر دیرش د جنازو او فاتحو اعلانونه کیږي چې ټول یې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دی.
د طالبانو سیاسي پلاوی هر ځل د مشورې لپاره اسلام او کویټې ته ځي او له څو ورځینې سفر وروسته بیرته دوحې ته ستنیږي.
طالبانو پاکستان ته زمینه برابره کړه چې پر ډیورنډ کرښه باندې اغزن تار نصب کړي، کومو سیمو کې به چې خلکو یا سرحدي ځواکونو پاکستانیانو ته مزاحمت کو، هلته به طالبان د پاکستان پوځ په ملاتړ دریدل.
تاسو به د طالبانو اعلامیې لیدلي وي چې ډيورنډ کرښه باندې یې څو ځل سرحدي پوستونو کې پولیس شهیدان کړي، دا هغه پولیس و چې د پاکستان اغزن تار مخالف و او اجازه یې نه ورکوله چې دا تار تیر شي.
پایله کې ویلی شو، چې طالبان د اسلام او افغان په نوم راپورته شوي د پاکستان ملیشې دي او تر څو چې پاکستان وغواړي له دې ملیشو به د افغانانو پرضد ګټه اخلي او وینه تویدنه به دوام لري.
تر څو چې طالبان خپلواک نه شي، تر څو چې دا ډله د پاکستان له انحصار و نه وځي، تر څو چې دا ډله له خپل وحشت و نه وځی، تر هغې به وینه تویدنه او وطن ورانیدل روان وي.

Comments