د طالبانو د فرهنګي او تبلیغاتي چارو مسول امیرخان متقي او د رخام ډبرو چورتالان

comments 0

2537 Views

هندوکش ـ لښکرګاه: د هلمند په څو سیمو کې چې د طالبانو په ولکه کې د رخام ډبرو معادن شته دي او اوس مهال يي چورتالان روان دی.

په هلمند کې يو تن مدني فعال او د چارو شنونکي د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش خبري آژانس ته ددې رخامو د قاچاق او لوټ تالان کيسه کړې.

نوموړی وايي:« امیرخان متقي په خپله په هلمند کې ددې ډبرو د قاچاق اصلي کس دی ورور يي محمد ولي او سردار په موسی کلا او باغران کې وي هره ورځ په ټنونو دا ډبره دوی باسي او بیا يي د نيمروز د چاربرجک ولسوالۍ له لارې پاکستان ته وړي.»

نوموړی زیاتوي:« حکومت يي په مخنيوي کې پاتې راغلی دی خو د هلمندي ولس پر حقوقو د طالبانو د روان تیري په لړ کې ددې معدن دا ظالمانه لوټ تالان ددې هیواد اقتصاد او راتلونکې ته سخته ضربه ده.»

نوموړی زیاتوي:« زه د امیرخان متقي پاکستانی شريک جعفرخان مندوخيل هم پيژنم، هغه په بلوچستان کې د  يوې مهمې سياسي ډلې غړی دی، چې کله ياد توکي کوټې ته رسيږي له هغه ځايه يي جعفرخان مندوخيل په موټرو کې کراچۍ ته وړي او هلته تر پروسس وروسته د پاکستان په نوم نورې نړۍ ته صادريږي.»

دې مدني فعال د هغه موټر انځورونه او ځينې ويډيوګانې هم زموږ خبریال ته وښودلې چې په هلمند کې يي د طالبانو له لوري د رخام ډبرو د چورتالان پر مهال اخیستې وې او پر دولت يي نيوکه وکړه چې د نشه يي توکو د فابريکو په شان باید ددې کانونو کيدونکي هم بمبارد کړي.

نوموړی وايي:« حکومت به داسې فکر کوي چې دا به د هلمند ولسي خلک وي خو دوی غلط پوی شوي لکه څنګه چې په هلمند کې کرل کیدونکي کوکنار د هلمندي ولس کار نه دی بلکه يا طالبانو خلک اړ کړي دي او يا د ملا منان کسانو ځينې ځمکې خلکو ته د کوکنار کرلو په خاطر په اجاره ورکړي دي همداسې معادن هم مطلق طالبان باسي او ددې ډول کړنو مخنیوی د هوايي بريدونو په لړ کې شونی دی.»

نوموړی زياتوي چې د هلمند منابع د طالبانو د خپل سري والي ملا منان،امیرخان متقي او مولوی ذاکر تر منځ ويشل شوي دي:« د کوکنارو کر کيله، پروسس او قاچاق د ملامنان  کار دی،له هغه سره د طالبانو پخوانی مالي مسول چې اوس هلمند ته را تښتيدلی دی مولوي ګل آغا شریک دی، د کانونو او رخام ډ‌برو عایدات بیا د امیرخان متقي ډله را ټولوي، د ځمکو غصب، پلور او پير او اجاره ورکول د مولوي ذاکر کار دی او په موسی کلا کې د ولس او طالبانو تر منځ د ځمکو پر سر تیر کال وسله واله نښته هم شوې وه چې څو تنه پکې و وژل شوي وو.»

نوموړی زیاتوي:« د هلمند جګړه د اسلام او افغانستان لپاره نه ده بلکه په هلمند کې د جګړې يوه برخه د نشه يي توکو مافیا، بله برخه يي د کانونو مافيا، بله يي هم د ځمکو مافيا پر مخ وړي او دوه نورې برخې يي چې يوه يي د اوبو مدیریت دی ایران پر مخ وړي او بله برخه يي چې د افغان خاورې لاندې کول دي پاکستان پر مخ وړي چې تیر کال په بهرامچه کې موږ شاهدان وو چې پاکستانیان د طالبانو په مرسته را مخکې شوي وو او بیا بیرته ولس دوی وشړل.»

د هلمند مدني فعالان وايي چې دوی اوس په ټولیز ډول پوی شوي دي چې په دې ولايت کې روان ناورین مافیايي دی چې د ایران، پاکستان او روسيي استخبارات هم پکې لاس لري او تر ډيره ددې ولايت ولس په قصدي ډول اړ کيږي چې د هلمند پريښودو ته اړشي او همدا اوس زموږ نيمی ولسوالۍ تشې شوي او په زرګونو هکتاره کرنيزې ځمکې په دښتو بدلې شوي دي.

دوی وايي چې ولس يي مخنیوی نشي کړای خو حکومت باید د کانونو لوټونکو ته لومړی خبرداری ورکړي او که چیرته داکار دوام پيدا کړي د نشه يي توکو د پروسس مرکزونو د له منځه وړو په شان باید د کان کيدنې مافيايي ګروپونه هم د هوا له لارې په نښه شي او له منځه يو وړل شي.

په هلمند کې د روان ناورین ستر لامل چې تر ډيره مافيايي دی په داسې حال کې د هلمندي ولس له لوري يي په اړه شکايتونه شوي دي چې طالبان د نشه يي توکو د پروسس، قاچاق او لیږد له درکه او همداسې د سړي تښتونې او کانونو د ناقانونه قاچاق له درکه په سلګونو ميلیونه ډالر تر لاسه کوي او یادې پيسې بیرته په افغان وژنه او خپلو بادارانو په خوشالولو لګوي.

 

Share this page to Telegram

Comments