د طالبانو د غلامۍ یو بل ثبوت/ منان توحیدیار

comments 0

پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس په وروستیو کې یو لوړ پوړی پاکستانی متقاعد جنرال چې د مخکیني دیکتاتور ولسمشر پرویز مشرف نږدې ملګری و، په افغانستان کې له افغان او بهرنیو ځواکونو سره په وسله واله نښته کې وژل شوی دی.
شاهد عزیز چې کلونه کلونه د پاکستان د پوځ پرېکړه کوونکی پوځي افسر پاتې شوی په ۲۰۰۵ کال کې له تقاعد کېدو وروسته وخت نا وخته افغانستان ته راغلی او دلته یې د پاکستان په نیابت د جنګېدونکو وسله والو په ملاتړ د افغان ځواکونو په وړاندې له امریکايي ځواکونو د غچ اخیستنې په منطق جګړه کړې او بلاخره څو ورځې وړاندې وژل شوی دی.
دا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د هغې عمومي پالیسې د برخې وژل شوی افسر دی، چې په ډېرې سپین سترګې یې دلته جګړه وکړه، کورونه یې له اوسېدونکو سره را وران کړل او د مخ پر ودې افغانستان په وړاندې د پاکستاني تئوریستانو د تخریبي نظریې یوه برخه تطبیق کړه، چې نن یې په ډېر ویاړ د مرګ اعلانولو مراسم هم ترسره کېږي.
له نورو خبرو ور هاخوا دا له یوه جعلي هېواد سره د یوه تقاعد شوې اوسېدونکي د وفادارۍ وروستی عهد دی، چې ترسره یې کړ او د هېواد د بقا او سیاسي او معنوي نفوذ د پراختیا لپاره یې د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره ایجاد شوی اصل تطبیق کړ؛ خو موږ له تاریخي پراخ او اوږده ثابت هویت او بلا ډېرو نورو ارزښتونو سره سره حداقل وطن ته د شر نه پېښولو انګېزه نشو را ژوندۍ کولای، څه چې د خدمت په لاره کې ځانونه تر تېغ تېر کړو!
طالب ته یو بل د غلامۍ ثبوت
طالبان تل خپلو ملګرو او وسله والو ته وایي چې د افغانستان جګړه د بهرني اشغال پروړاندې کوي او تر هغې به جګړې ته دوام ورکوي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي، په داسې حال کې چې د طالبانو د جګړې لپاره دا څویم ثبوت شو چې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي او په دې جګړه کې قرباني له افغانانو اخلي.
دا به لومړی ځل نه وي چې د پاکستان یو متقاعد جنرال طالبانو ته د جګړې په لیکو کې د مشورې لپاره افغانستان ته راځي، تر دې وړاندې څو څو ځل پاکستاني جنرالان افغانستان ته راغلي، یا د ماموریت پرمهال وژل شوي او یا بیرته ژوندي تللي دي.
طالب مشرانو په جګړه کې نورو قومندانانو ته لارښوونه کړې چې په پاکستاني متقاعد شویو جنرالانو باندې زیات پام وساتي او په اسانۍ یې له لاسه ور نه کړي، دا جنرالان په افغانستان کې طالبانو ته سلا مشورې ورکوي او د جګړې قومنده یې په لاس کې وي، نو له دې سره نیغ په نیغه ویلای شو چې په افغانستان کې جګړه د بهرني ځواکونو پروړاندې نه ده، دا جګړه د افغان ملت د وژلو او افغانستان د ورانولو لپاره پاکستان او ایران ډیزاین کړې او مرکزي کرکټر یې طالبان دي.
تر دې وړاندې که د بینظر بټو او پرویز مشرف خاطرات ولوستل شي، په هغې کې په ښکاره ټکو لیکل شوي چې طالبان څوک دي او څنګه په افغانستان کې راپورته شول او تر ننه څنګه جګړه کوي، دا هر څه هغوی په ډاګه کړي او په ډیر افتحار او سپین سترګۍ سره یې ویلي چې طالبان یې د خپلو ګټو لپاره افغانستان کې راپورته کړي او د جګړې امکانات ورته برابروي چې د پاکستان ګټي په افغانستان کې خوندي کړي.
طالبان به نوره څومره سپین سترګي کوي
طالبان په ډيره بې شرمۍ سره په خپرو شویو اعلامیو کې افغان حکومت او افغان سرتېري اجیران او ګوډاګیان بولي، خو له ځانه نه دي خبر او یا د بشري قوې د جذب لپاره خپل جنګیالي نه خبروي چې څوک یې له د کومو ګټو لپاره تمویل کوي.
د افغانستان جګړه د طالب لپاره دومره اسانه نه ده چې د عشر او زکات په پيسو یې وکړي، دومره هم اسانه نه ده چې خلک دې یواځې د اسلام په نوم جذب کړي او عقیدوي جګړه دې وکړي، طالبان له رهبرۍ رانیوې اوس تر جنګیالي پورې ټول یې له یو درک نه یو درک څخه عواید لري.
ځینې ځانګړي معاشونه لري چې د پآکستان او ایران استخبارات یې ورته برابروي، ځینې نور د عشر او زکات په نوم له خلکو باج اخلي، ځینې یې سړکونه شکوي او ځینې نور یې ملي عواید لوټي او یا خلک تښتوي په بدل کې یې پيسې ترې اخلي.
طالب ته به تر دې لوی شرم چرته وي چې پنجابی خپلې خاورې ته راوړي او دلته پرې افغانان وژني، طالب ته به تر دې لوی شرم چرته وي چې پاکستان په افتخار سره د خپل متقاعد جنرال فاتحه اخلي چې په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ جګړه کې وژل شوی دی، طالب ته به تر دې لوی شرم چرته وي چې پنجابی خپلې خاورې ته راوړي او دلته ترې د افغان وژنې او افغانستان د ورانولو دستور اخلي، طالب ته به تر دې لوی شرم چرته وي چې د جهاد تر نامه لاندې د پاکستان د ګټو لپاره افغانان جذبوي او بیا پرې خپل پولیس، اردو او ملکي خلک وژني، طالب ته به تر دې لوی شرم چرته وي چې د بهرني اشغال په پلمه په افغانستان کې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي، طالب ته به تر دې لوی شرم چرته وي چې د یو پنجابي لپاره خپله ناموس (خاوره ) پلوري، نو د دې پاکستان جنرال له وژل کیدو سره په ثبوت ویلی شو چې طالب یو خرڅ شوی غلام دی او تر هغې به غلام وي چې د غلامۍ له ځنځیر سره په خاورو کې دننه شي.

Comments