د طالبانو د سړک غاړې ماین ۱۴ بې ګناه کسان په شهادت رسولي

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د افغانستان سوېل ته په کندهار کې ځايي چارواکي وایي نن (جمعه ) د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دوو ماین چاودنو له امله ۱۴ ولسي کسان وژل شوي دي.
سپین بولدک له ډیورنډ کرښې سره پرته ولسوالي ده.
د کندهار د ولایتي ادارې ویاند بهیر احمد احمدي وایي، لومړنۍ پیښه د سپین بولدک په لوی کاریز سیمه کې هغه مهال وشوه، چې د ولسي وګړو ډاټسن موټر د وسلوالو پر ښخ کړي ماین وخوت.
ښاغلی احمدي زیاتوي، دې چاودنه کې د دوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.
لومړیو کې ویل کېدل چې دې چاودنه کې وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
خو د سپین بولدک ولسوال سید علي دا رپوټونه نه مني او زیاتوي، وژل شوي د بیلا بیلو کورنیو غړي دي.
له دې پېښې څو ګړۍ وروسته سپین بولدک په لوی کارېز کې د ولسي وګړو پر مازدا موټر چاودنه شوې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ژوبل دی.
که څه هم وسلوالو طالبانو د دغې پيښي په اړه څه نه دي ویلي خو دغې ډلې له تیرو دوو میاشتو راهیسې د نورو بریدونو تر څنګ پر ګڼو لارو د ماینونو اېښودلو چارې هم پراخې کړې دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د پېښې پړه پر طالبانو اچوولې او وايي، ولسمشر غني دغه پېښه سخته غندلې ده. د ارګ اعلامیه زیاتوي:
” جمهور رئیس د یادو پېښو د سخت غندلو پر مهال یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د پردیو په لمسون په لویو لارو کې د ماینونو له اېښودلو او پر عامو خلکو له تروریستي بریدونو څخه چې د ملکي تلفاتو عمده لاملونه دي، لاس واخلي. ”
کندهار کي د بشري حقونو خپلواک کمېسون غړی نعمت الله حسني وایي؛ د دغه کمېسون ولایتي مسوولین وايي، د مخامخ جګړو تر څنګ ماین چاودنو کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېرې تر تېرو کلونو بې سارې ډېرې دي.
“یوازې تېره اسد یا زمري میاشت کې په کندهار کې د طالبانو د جګړو او د دوی ماین چاودنو له امله ۹۷ ملکي کسان وژل شوي او ۹۴ نور ټپيان دي.”
عبدالله اڅکزی

Comments