د طالبانو د جګړې نوی تکتیک / سید عبدالله پاچا

comments 0

طالبان چې سږ کال تر بل هر وخت د سختو هوایي بریدونو لاندې دي او دې بریدونو کې یې سخته ضربه لیدلې، مهم قومندانان او مرکزونه یې له منځه تللي، اوس د کویټې او پيښور شوراګانو خپلو وسله والو ته لارښوونه کړې چې د هوایي بریدونو څخه د ژغورنې لپاره دې شپه او ورځ داسې سیمو کې و اوسیږي چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه وي.

طالب مشرانو له خپلو وسله والو غوښتي چې د کلیو تر څنګ د خلکو کورونو کې پاتې شئ، چې هوایي بریدونه مو ژوبل نه کړي، طالبان دا کار له پخوا هم کو خو ځینې وخت به دښتو او له کلیو وړاندې سیمو ته تلل او یا به یې غونډې کولې.

طالب مشرانو دغه راز خپلو وسله والو ته ویلي چې جوماتونو او مدرسو کې دې تم شي او هر کله چې له جګړې تېښته کوي، یا دې د خلکو په کورونو ننوځي او یا دې مدرسو او جوماتونو کې ځای نیسي.

تازه ناټو موندلي چې طالبانو ته دا تکتیک یې مشرانو ښودلی تر څو له هوایي بریدونو څخه وژغورل شي، ځکه ناټو او افغان ځواکونه په هغو سیمو بریدونه نه کوي چرته چې د خلکو ګڼه ګوڼه وي او یا ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

د کندز له جګړې یوې میرمنې کیسه کړې چې طالبان یې کور ته ورغلل او ډوډۍ یې ترې غوښتله، خو دا چې دا کورنۍ غریبه وه، په زور یې اړ کړې وه چې له بازاره ورته هګۍ راوړي او ورته پخې یې کړي.

کله چې میرمن له کوره د دکان پرلور ځي، په کور کې یې طالبان پاتې کیږي او هوایي برید پرې کیږي چې پکې د دې میرمنې د کورنۍ غړي هم وژل شوي دی، دې میرمنې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې اعتراف کړی چې طالبان یې په زوره کور ته ننوتي او په زور یې ترې ډوډۍ غوښتي چې د کورنۍ غړي یې د هوایي برید قرباني شول.

طالبان ځکه دا تکتیک کاروي چې په دې کې یې مرګ ژوبله راکمیږي، طالبان له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او کله چې غلچکي بریدونه په پوسته او یا د افغان ځواکونو په کاروان وکړي، بیا تښتي او کورونو کې ځای نیسي چې د افغان ځواکونو له جګړې او هوایي برید پنا شي.

افغان ولسمشر تازه افغان امنیتي او دفاعي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي، خو دا چې طالبان ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي، د افغان او بهرنیو ځواکونو کار یې سخت کړی دی.

طالب د ځان د خوندیتوب لپاره هر هغه کار کوي چې په هیڅ دین او هیڅ قانون کې نه وي، خو د بل ژوند او خوندیتوب ورته هیڅ ارزښت نه لري، کلونه وشول چې طالبان جګړه په کلیو کې متمرکزه کړې او هیڅکله نه غواړي چې له کلیو بیرون جګړه وکړي

طالب یواځې هغه وخت جګړه کې ځان بریالی بولي چې یا ډله ییز ځانمرګي برابر کړي او په یو ځای یې ور واچوي او یا غلچکی برید وکړي او خلکو کور، مدرسه او یا جومات کې پت شي.

نو طالب د جګړې ټول اصول مات کړي او همدا لامل دی چې تېر کال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه وه چې ۶۵ سلنه مسوولیت پرطالبانو اچول شوی و.

Comments