د طالبانو د جګړې اصلي هدف اوس مالوم شو / بریالی ویاړ

comments 0

طالبانو تېرو کلونو کې خپل وسله وال او نور عام خلک چې د دوی تر اغیز لاندې و، په دې تېر ایستل چې دوی د واک لپاره جګړه نه کوي او یواځې هدف یې د بهرنیو ځواکونو د حضور پای دی.
طالبانو د بهرنیانو پرضد د جګړې اعلان کړی و، او ویلي یې و چې تر څو د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش مالوم نه شي، تر هغې به د دوی جګړه دوام پيدا کړي.
طالبانو خپله جګړه اسلامي بلله چې د اشغال پرضد جګړه کوي او هيڅ ډول د واک تږي نه دي.
اوس چې له بهرنیو ځواکونو سره هوکړه وشوه، بهرني ځواکونه به له هوکړې سره سم ۱۴ میاشتو کې افغانستان ترک کوي.
طالبانو پر بهرنیو ځواکونو بریدونه بند کړل، اوربند یې ورسره وکړ، هغه ځواکونه چې دوی یې پروړاندې جګړه پيل کړې وه، اوس افغانستان کې امن دي او ازاد ګرځیدلی شي او ژوند کولی شي.
خو برعکس افغان ځواکونه او عام افغانان به د طالبانو له بریدونو خوندي نه وي او اوس مالومه شوه چې طالبان د واک لپاره جګړه کوي.
طالبانو وروستي بیان کې ویلي چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي، نو ځکه یې ورسره هوکړه کړې چې بریدونه به پرې نه کوي او داخلي ځواکونو او عامو افغانانو سره به تر هغې جګړه کوي چې واک یې نه وي ترلاسه کړی.
طالبانو چې اوس د اشغال پلمه ختمه شوه او د جګړې لپاره بله پلمه نه ده ورپاتې، اوس وایي چې د افغانستان حکومت اسلامي نه دي.
ایا تاسو داسې هېواد راښودلی شئ چې تر افغانستان پکې اسلامیت زیات وي، ایا تاسو په نړۍ کې د کوم هېواد داسې اساسي قانون راښودلی شي چې تر افغانستان پکې زیات اسلام باندې ټینګار شوی وي، او تر افغانستان زیات اسلامي وي.
هغه هېواد چې طالبانو ته امکانات برابروي، اساسي قانون یې انګریزي دی او هيڅ دول اسلام ته ارزښت نه ورکوي، خو طالبانو ته وایي چې افغانستان کې قانون او حکومت اسلامي نه دی او باید له منځه لاړ شي.
طالبان پخوا هم د واک لپاره جنګیدل، نوم یې د اشغال ورکړی و او د دې جګړې قربانیان افغانان و، اوس هم د واک لپاره جګړه کوي چې بهرنیان پکې خوندي او افغانان به تر هغې قرباني ورکوي چې طالبان د پاکستان ګټي افغانستان کې خوندي کړي.
د افغانستان اساسي قانون خو د طالبانو وسله والو نه دی لوستی، او نه د طالبانو جنګیالي لوستي دي، که لوستی وی، دومره رزیل څوک کیدلی شي چې هر څه په پټو سترګو ومني.
د افغانستان اساسي قانون لومړیو مادو کې ښکاره کلمو باندې لیکل شوي چې د افغانستان نظام بشپړ اسلامي دی او هیڅ کار به داسې نه کیږي چې د اسلام له دایرې بهر وي.
نو له دې ټولو سره ـ سره ویلی شو چې طالبان د کابل د حکمرانۍ خوب ویني او تر څو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ژوندي وي، د اسلام اباد دا ارمان به پوره نه شي چې بیا په کابل حکومت وکړي.

Comments