د طالبانو د جګړو له امله فاریاب کې ۳۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي

comments 0

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو لخوا رامنځ ته شوي وروستۍ نا امنۍ او په لارو کې د ماینونو ځای پر ځای کول لامل شوي چې شاوخوا ۳ زره کورنۍ بې‌ځایه شي.
د ياد ولايت د ولایتي شورا غړی نادر سعیدي سلام‌ هندوکش ته وویل، د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې یوازې قیصار ولسوالۍ نه څه باندې زر کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.
د قیصار ولسوالۍ دوه بې‌ځایه شوي نعمت‌الله او سید فضل‌الدین وايي، ان د یوې وچۍ ډوډۍ اخیستو توان هم نه لري.
د فاریاب د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو ریاست مسوولان هم مني چې، د طالبانو د جګړو له امله دې وروستیو اوونیو کې د فاریاب ۷ ولسوالیو نه شاوخوا ۳ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي او میمنې ښار کې ځای پر ځای شوې دي.
د کډوالو رییس غلام فاروق محمدي وویل، دغه شمېرې لومړنۍ دي او امکان لري چې د بې‌ځایه شويو شمېر زیات شي.
نوموړی وايي چې افغان حکومت به د دغه بې ځایه شویو کورنیو سره د خپل وس او توان مطابق مرستې وکړي.
بې ځایه شوې کورنۍ له وسله والو طالبانو څخه غواړي چې دوی ته اجازه ور کړي خپلو سیمو ته بېرته لاړ شي، خو طالبان یې په غبرګون کې وايي چې ځینې سیمې د دوی لپاره مهمې دي او باید خپل تسلط ورباندې وساتي.
عاطفه مصمم

Comments