د طالبانو د تاوتریخوالې تر نامه لاندې جهاد / نوید احمد څرک

comments 0

دا یو څرګند حقیقت دی چې افغان حکومت په هیواد کې د یوې تلپاتي سولې لپاره پوره اراده لري او دا یې د تیرو څو کلنوپه ترڅ کې ثابته کړی ده چې سوله زمونږ لومړیتوب او د افغانانو یوه مهمه اړتیا ده چې باید ورته ورسیږي اود سولې له بهیر څخه یې دافغانانو په مالکیت تل ټینګاراوملاتړکړي دی،خوله بده مرغه چې وسلوالومخالفینو(طالبانو)د سولې خبرواتروله پیله بیا تراوسه پورې له افغانانو سره دخبرواتروڅخه ډډه کړي ده.
دا چې له یو ځند وروسته یو ځل بیا د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو تر منځ په قطر کې د سولې خبري اترې تر هر وخت څخه ګرمي شوي او د دوي تر منځ به د تاوتریخوالې د کمولو تر نامه لاندې یوه توافقنامه هم لاسلیک شي، چې تر اوسه پورې په دغې توافقنامه کې لا د تاوتریخوالې له کمولو څخه کوم مشخص تعریف هم ندی ورړاندي شوی ، نو اوس افغان ولس ته دا پوښتنه را پیدا شوي چې آیا د تاوتریخوالې له کمولو څخه د طالبان موخه څه ده؟
خو افغان ولس ته دا یو خبره په ډاګه شوي چې وسلوالو طالبانو د اتلسو کلونو په ترڅ کې د اسلام او جهاد له مقدسو نومونو څخه د ناوړي ګټي اخیستو سره په سلګونوزره بی ګناه افغانان په وینو کې لټ پټ کړل ، په سلګونو د دین عالمان ، ښوونکي ، انجنیران او … ووژل، په زرګونو ماشومان یی بی پلاره اوبی موره کړل ، په زرګونو میندي اوپلرونه یي د بچیانو له نعمت څخه بی برخي کړل، عامه تاسیسات( سرکونه، روغتیایی مراکز، ښوونځي او جوماتونه او … ) یې په بمونو سره والوزول او زمونږ د مظلوم او بیګناه ولس پر وړاندې له هیڅ ډول وحشت او دهشت څخه لاس وانخیست، خوهمدغه طالبان دي چې خپل اتلس کلن جهاد ته یې اوس د تاوتریخوالي نوم ورکړ، نو دا یوه ښکاره خبره او حقیقت دي چې افغان حکومت او ولس تل دا خبره په زغرده کوله چې طالبانو د پردیو په لمسون او د هغوي د ناوړو موخو او ګټو لپاره زمونږ د مظلوم او کړیدلی ولس پر وړاندې د اسلام او جهاد له مقدسو نومونو او د هغوي له پاکو احساساتو څخه د ناوړې ګټي اخیستني تر نامه لاندې تاوتریخوالي او وحشت پر مخ وړي، چې اوس دغه ترهګره او افغان وژونکي ډله په خپله دا مني چې مونږ به د دغې هوکړه لیک په ترڅ کې تاوتریخوالی کموو.
اوس هم زمونږ ولس دا باور نلري چې آیا طالبان به دغه هوکړه لیک ته ژمن پاتي شي او که نه؟ او یا به هم د خپلو ترهګریزو بریدونو پړه پر نورو ترهګرو ډلو په ځانګړي توګه پر داعش ډلي باندې واچوي، ځکه چې د دغو اتلسو کلنو په ترڅ کې طالبان هیڅ کله هم خپلو ژمنو ته وفاداره ندي پاتي شوي او دا هم یوه ښکاره خبره ده چې طالبان په سولې کې خپلواک ندي او تر هغې چې طالبان خپلواک شوي نه وي د سولې خبرې به په دومره آسانۍ سره د ولس د خوښې وړ پایلي ونلري، ځکه چې دوي تل هڅه کوي چې د سولې په خبرو اترو کې د خپلو ملاتړ کوونکو هیوادونو ګټي خوندي وساتي هغه هیوادونه چې تل یې دوي تمویل کړي، په خپله خاوره کې ورته پټنځایونه ورکړي او دافغانستان د تباهی او بربادی په موخه یې دوي ډول ډول پوځي او مالي امکانات برابر کړي دي تر څو د دوي ناوړه اهداف پلې کړي.
دا چې اوس څرګنده شوه چې طالبانو د دغو اتلسو کلنو په ترڅ کې د خپل هیواد او ولس پر وړاندې د نورو د موخو او ګټو لپاره خپل هیواد وران او په لکونو مظلوم او بی ګناه انسانان یې ووژل دا په کار ده چې د تاوتریخوالې د کمولو پر ځای دي په ریښتیني توګه د پردیو له منګولو څخه ځانونه خلاص او له خپلو افغانانو سره دي د یوې تلپاتي او ریښتیني سولې لپاره مټي راونغاړي.

Comments