د طالبانو د بریدونو له کبله، تېرو ۶ میاشتو کې د رسنیو ۲۰ سلنه ښځینه کار کوونکو دندې پرېښي

comments 0

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د رسنیو ۲۰ فیصده ښځینه کار کوونکو خپلې دندې پرېښې دي.
دغې ادارې یې عمده علت په دې موده کې په افغانستان کې د هدفي وژنو زیاتېدل او د کرونا ویروس له کبله اقتصادي رکود ښوولي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب ادارې په حواله، په وروستیو میاشتو کې تر ۳۰۰ زیاتو ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښي.
بل خوا نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیه مشر مجیب خلوتګر وویل، د رسنیو ګڼ کار کوونکي چې دندې یې پرېښې له هېواده د وتلو هڅه کوي: “دوی غواړي چې که فرصت ورته پیدا شي له هېواده بهر ووځي یا لږ تر لږه د رسنیو په سکټور کې کار ونه کړي. که دا وضعیت دوام وکړي موږ به د بیان د ازادۍ پر پیکر د سختې ضربې شاهدان یو.”
په روان هجري لمریز کال کې لږ تر لږه لس خبریالان په افغانستان کې په هدفي حملو کې وژل شوي دي.
په تازه مورد کې، د کب/حوت پر ۱۲مه د انعکاس د خصوصي راډیو ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په دوو جلا حملو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ووژل شوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments