د طالبانو د بریدونو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي

comments 0

هندوکش ــ بلخ: د افغانستان په شمالي ولایتونو کې زرګونه کورنۍ د روانو ناامنیو له امله بلخ ولایت ته بېځایه شوي دي.
دا بې ځایه شوي کسان اکثراً د مزارشریف په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې تر خیمو لاندې د ژوند شپې او ورځې تېروي.
دوی د طالبانو د جګړې له وېرې خپلې مېنې پرېښي او بلخ ته يې پناه راوړې؛ دلته یې هم لاسونه تنګ دي او له بې وزلۍ کړېږي.
په بلخ کې کورني بې ځایه شوي له بې وزلۍ، وزګارۍ او همدا راز له روغتیايي او تعلیمي محرومیتونو کیسه کوي.
محمد خالد یو له همدې بېځایه شویو دی چې د فاریاب له المار ولسوالۍ څخه د بلخ دهدادي ولسوالۍ ته را بې ځایه شوی.
هغه وايي چې د طالبانو د جګړې په ترڅ کې یې پر کور د آوان توغندی ولګېد او کور یې ونړېد.
محمد خالد وايي چې له شپږو میاشتو راهیسې په بلخ کې دی او کېږدۍ د ژوند شپې او ورځې تېروي.
په بلخ کې ټول ټال ۶۵۰۰ بېځایه شوې کورنۍ شته چې ۴۵۰۰ کورنۍ له سرپل، جوزجان، فاریاب او همداسې ۲ زره کورنۍ د بغلان، کندوز او سمنګان ولایتونو د ناامنۍ له وېرې دغه ولایت ته کډوال شوي.
دغه کورنۍ له وسله والو طالبانو څخه غواړي چې ژر تر ژره له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي، تر څو جګړه ختمه او دوی خپلو سیمو ته ستانه شي.
عاطفه مصمم

Comments