د طالبانو دویم معاون افغانستان کې د خپلو تش په نامه والیانو سره لېدنه کړې

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د طالبانو ډلې دویم معاون سراج الدین حقاني چې د پاکستان څخ افغانستان ته سفر کړ وو، د کندهار،ارزګان او د هلمند تش په نامه والیانو او خپلو تخریکارو نظامي مسولینو سره یې ولیدل، د لیدنې پرمهال یې دوی ته د ای اېس ای شبکې لخوا وړکړل شوې پېسي هم د جګړې د له ښه پر مخ بېونې په موخه ورکړې، طالبانو د ای اېس ای شبکې په مرسته په پېښور ښار کې د طالبانو د بېلابېلو ډلو او د حقاني شبکې په شمول یوه شورا د دې په موخه جوړه کړې تر څو هلته مېشت افغان مهاجرین په افغانستان کې د خپلې ناوړه جګړې لپاره جذب او پرې مخته یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو سره د سولې خبرې رواني دي، ولس له طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي، طالبان دې سولې خبرو ته ژمن پاتې شي او په صادقانه ډول جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
عبدالله اڅکزی

Comments