د طالبانو دوه ډلو خپلو کې سخت قتل کړی

comments 0

هندوکش – جوزجان: راپورونه وايي، جوزجان کې د طالبانو خپل منځي نښتو کې ۵۰ وسله وال وژل شوي دي.
شمال کې له ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له تېرو دوه ورځو راهیسې د جوزجان ولایت په قوش تیپې ولسوالۍ کې د طالبانو د دوه ډلو ترمنځ جګړه روانه وه چې له امله یې ۵۰ طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو د عشر او زکات د تقسیمولو پر سر لانجه کړې چې وروسته یې بیا جګړه هم کړې ده.
د خبرپاڼې په حواله یاده جګړه کې د قوش تیپې لپاره د طالبانو ولسوال هم وژل شوی دی.
نجیبه سروری

Comments

Leave a Reply