د طالبانو خبرې او اعمال

comments 0

له هغې ورځ چې طالب راپورته شوی دی، خبره او عمل یې ځمکه او اسمان سره توپير کوي، خو دا چې یو شمېر جاهله خلک یې خبره اوري او عملونه یې نه ګوري، تر نن پورې طالبان په خبرو باندې توانیدلي چې د جګړې لپاره بشري قوه برابره کړي.

د طالبانو لپاره ښه فرصت دا و چې خلک بې سواده و، د ملا په انحصار کې و، طالب ملا په لاس کې واخیست او خلک یې یرغمل د جهاد او اسلام په نوم له ځآنونو سره ونیول.

اوس چې نږدې دیرش کاله کیږي، طالبان همغه طالبان دي چې خبره یوه کوي او عمل یې جلا دی، پخوا به د طالبانو اعمال خلکو او نړۍ نه لیدل او یا به یې کم لیدل، خو اوس چې د سوشل میډیا زمانه ده، د طالب له مخې نقاب لیرې شوی او ژر ده چې له دې خاورې څخه ورک شي.

د طالبانو تاریخچه

پاکستان طالبان له دیني مدرسو څخه د اسلامي امارت په فارمټ کې رامنځ ته کړل او د سپين بولدک له لارې یې پرې لومړی کندهار ولایت ونیو، دا نو داسې وخت و چې خلک د پخواني جهادي قومندانانو له اعمالو څخه په تنګ راغلي و، هر ځای پاټک و، هر ځای چور و، د چا مال او ناموس خوندي نه و، همغه و چې ډيرو ولایتونو کې یې هغه مهال هرکلی وشو.

خو کله چې طالبان د هېواد له جنوبي ولایتونو څخه جنوب ختیځ ولایتونو باندې د ننګرهار له لارې کابل ته داخل شول، کابل کې خلکو ولیدل چې د طالب خبره او عمل خو هم ډير توپير کوي.

کله چې طالبانو کابل ونیو، او لومړی یې ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور ووژل او په دار یې وځړول، خلک پوه شول چې دا خو د پاکستان ملیشې دي او د طالب په جامه کې یې پر افغانستان یرغل کړی دی.

کابل په نیول کیدو سره چې د طالبانو اصلیت مالوم شو، له همغې ورځ څخه د طالبانو پروړاندې د مقاومت جبهې جوړې شوې او شمال ته ورته د تګ اجازه په اسانه ور نه کړل شوه.

شمال کې طالبانو تر بلخ او تخار پورې پرمختګ وکړ، خو دا پرمختګ یې د خپلو مړو په جسدونو باندې وکړ، د خپلو مړو په جسدونو به تیریدل او مخکې سیمې به یې نیولې، خو بیا هم د ټول افغانستان په حاکمیت باندې و نه توانیدل.

د یو بهرني لپاره د افغانستان قربانی کول

کله چې طالبانو غوښتل په ټول افغانستان باندې واکمن شي، په دې کار و نه توانیدل او لامل یې دا و چې خلکو نه غوښتل چې د پاکستان په غلامۍ کې ژوند وکړي، ځکه طالبان په ښکاره له اسلام اباد څخه رهبري کیدل او د پآکستان اجنډا او پالیسي یې په افغانستان کې تطبیق کوله.

د جګړو په دوام کې څلور کاله تیر شول چې د ۲۰۰۱ کال په سپتمبر کې د امریکا په نیویارک ښار باندې بریدونه وشول چې پکې زیات شمېر کسان ووژل شول او ټپيان شول.

د دې بریدونو مسوولیت القاعده ډلې پر غاړه واخیست، هغه مهال د القاعده ډلې مشر په افغانستان کې اوسیده او هر کله به یې د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره لیدنې درلودلې او کله به یې د جګړې لپاره پيسې او امکانات هم ورکول.

پر نیویارک او واشنګټن کې له بریدونو وروسته د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بش پام افغانستان ته شو او له طالبانو وغوښتل شو چې پر دوی د بریدونو مسوول اسامه بن لادن دې امریکا ته وسپاري، خو طالبانو دا کار و نه کړ، اسامه یې خپل میلمه او مجاهد یاد کړ او امریکا ته د سپارلو څخه یې ډډه وکړه.

همغه و چې امریکا په خپلو متحدینو باندې غږ وکړ چې القاعده ډله ټولې نړۍ ته ګواښ دی او اړتیا ده چې ټول یې په ګډه باندې مبارزه وکړو، امریکا دا برید یواځې هم کولی شو، خو نړیوال او ناټو غړي هېوادونه یې ځکه ملګري کړل چې بیا جګړه کې یواځې تر نیوکو لاندې را نه شي.

امریکا لومړی هوایي بریدونه پيل کړل، شمال کې یې د طالبانو خطونه په هوایي بریدونو مات کړل، د مقاومت جبهې ته یې زمینه برابره کړه چې تر کابل ورسیږي او کابل باندې ولکه ترلاسه کړي.

امریکا په هوایي بریدونو او د مقاومت جبهې د ځمکې له لارې طالبان پسې واخیستل او دوه درې میاشتو کې یې د طالبانو واکمني له منځه یوړه، طالبان خپل ټاټوبي (پآکستان) ته ستانه شول او د پراخ بنسټه په نوم باندې افغانستان کې د کرزي په مشرۍ نوی حکومت رامنځ ته شو.

طالبانو د یو اسامه لپآره زرګونه افغانان شهیدان کړل، زرګونه یې ټپيان او بې کوره کړل او زیات شمېر تاسیسات ړنګ شول، د طالبانو دا پالیسي نه سیاست و، نه اسلامیت، خو دا چې دا هر څه پاکستان رهبري کول، پآکستان په دې برخه کې له امریکا څخه میلیاردونه ډالر ترلاسه کړل او په افغانستان باندې د برید برخه کې یې له امریکا سره همکاري وکړه.

د طالبانو رامنځ ته کیدو او له منځه وړلو کې د پآکستان رول

پاکستان یو داسې هېواد دی چې د نړۍ هر زبر ځواک هېواد ډيرې پیسې ورکړې، د هغوی لپاره کار کوي، د پآکستان ټول اقتصاد په ترهګرۍ باندې ولاړ دی او که له ترهګرۍ لاس واخلي، یو کال هم ځان نه شي ساتلی.

پاکستان لومړی پر طالبانو باندې افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړی، ډاکټر نجیب الله یې شهید کړ، د بامیانو تاریخي بتونه یې مات کړل، تاریخي ځآیونه یې ویجاړ کړل، د افغانستان نقشې او کباړ یې پاکستان ته انتقال کړل او کله چې پآکستان ولیدل چې تر طالبانو ورته امریکا ګټوره ثابت کیږي، بیرته پر طالبانو باندې راوګرځیدل.

تاسو ولیدل چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې و، د امریکا اډې په پاکستان کې وې، هغه مهال پاکستان ته امریکا پيسې ورکولې چې خپله خاوره کې اډې ورکړي او د طالبانو په ماتولو کې ورسره مرسته وکړي.

تاسو ولیدل چې څومره شمېر کې طالب مشران او د القاعده ډلې غړي پاکستان امریکا ته وسپارل او د هر یو په بدل کې یې له امریکا بې شماره پيسې واخیستلې.

پاکستان کې افغان سفیر عبدالسلام ضعیف یې د ټولو دیپلوماتیکو اصولو خلاف بربنډ امریکا ته وسپاره او هغوی د ګوانتنامو اډې ته انتقال کړ.

کله چې امریکا په افغانستان کې طالبانو ته ماتې ورکړه او طالبان کویټې، پيښور او کراچۍ ته ستانه شول، همغه و چې امریکا افغانستان کې د بګرام هوایي ډګر کې میشت شول او طالبان پاکستان کې میشت شول.

له څلور کلونو څخه وروسته کله چې پآکستان ولیدل چې د جګړې له درکه پيسې نه ورکول کیږي او افغانستان کې یې شومې ګټې له خطر سره مخ دي، د وخت واکمن پوځي جنرال پرویز مشرف یو ځل بیا طالبان منظم کړل او افغانستان کې یې پرې فعالیت پيل کړ.

تاسو به د پرویز مشرف (د اور پر لیکه) کتاب لوستی وي، په هغې کې یې ښکار ویلي چې موږ د خپلو ګټو لپاره یو ځل بیا طالبان منظم کړل، امکانات مو ورکړل چې افغانستان کې جګړه پيل کړي.

نو دا وخت د طالبانو اډې پاکستان کې شوې او د امریکا اډې په افغانستان کې، د پاکستان جګړه پيل شوه، خو په دومره توپير چې مخکې جګړه یې د شر او فساد له منځه وړلو لپآره پيل کړې وه او دا ځل جګړه یې د اشغال پرضد باندې پيل کړه او بیا یې لومړی فعالیتونه له کندهار پيل او یا جنوبي ولایتونو څخه پيل کړل.

د طالبانو بیا رامنځ ته کیدل او قوت

دا ځل طالبان په پخواني قوت سره نه و، ځکه دا ځل یو چې طالبان راپورته کیدل، تر هغې خلکو رای کارولې وې او په خپلو رایو باندې یې یو منتخب حکومت رامنځ ته کړی و چې مشري یې حامد کرزي کوله، دا حکومت د اساسي قانون سره سم فعالیت کو، جمهوریت کې د ټولو حقونه خوندي و، د خلکو لپاره کار پيدا شو، بیارغونه پيل شوه، خلک په کار مصروف شول، ښارونو او ولسوالیو کې پرمختیایي کارونه پيل شو او خلکو درک کړه چې د طالبانو حکومت د افغانستان د وروسته پاتې کیدو لامل و.

طالبانو لومړی چریکي فعالیتونه پيل کړل، د سړک غاړې ماین چاودنې، ځآنمرګي بریدونه او هدفي وژني چې بیا ورو ورو ځینو سیمو کې یې مخامخ جګړې پيل کړې، خو قوت یې ځکه نه و چې د خلکو همکاري ورسره نه وه.

طالبانو شل کاله کار وکړ، خو د هیڅ ولسوالۍ او ولایت په نیول کیدو باندې و نه توانیدل، په دې موده کې لسګونه زره طالبان وژل شوي او ټپيان شوي و، زرګونه په زندانونو کې و او د طالبانو د شل کلونو زیانونو ته په کتو یې پرمختګ په هیڅ کې حساب و.

یواځې طالبانو سره ځينې هغه سیمې وې چې د افغان حکومت لپاره یې ستراتيژيک اهمیت نه درلوده، خو طالبانو د خپلو وسله والو د ډاډ لپآره ویل چې د افغانستان په ۵۰ سلنه خاوره باندې حاکم دي.

د طالبانو له تدریجي پياوړي کیدو سره د افغانستان ملي اردو، ملي امنیت، ملي پولیسو او ځآنګړي قطعات پياوړي شوي و چې هر ځآی یې کولی شو چې په خپلواک ډول باندې د طالبانو پرضد عملیات وکړي.

خو کله چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع راغله او د بهرنیو ځواکونو د هوایي ځواک سیوری د طالبانو له سر لیرې شو، طالبان زړه ور شول، پراخ تبلیغات یې وکړل، له پاکستان یې جنګیالي راوړل، د خلکو کورونو څخه یې د سنګر کار واخیست او مخکې تګ یې پيل کړ، دلته افغان ځواکونه له ستونزې سره مخ شول، که یې پر طالب برید کو، عام خلک وژل کیدل او که یې برید نه کو، طالب مخکې روان و، نو یې تکتیکي شاتګ غوره وګڼه او ځينې سیمې چې ستراتيژیک اهمیت یې نه درلوده، طالبانو ته خوشې کړې.

طالبانو سره مذاکرات

دا چې اوس ټول په دې ډاډه شوي چې طالبان د پآکستان ملیشې دي، لومړی افغان حکومت هڅه وکړه چې له پاکستان سره دولت په دولت خبرې وکړي، خو د پاکستان شرطونه د دې خبرو لپاره داسې و چې هیڅ افغان ته د منلو نه و.

د پاکستان دوه شرطونه سخت و چې لومړی د ډيورنډ کرښې لاسلیک کیدل او دویم د افغانستان بهرنی سیاست پالیسي دې د پاکستان له غوښتنې سره سم برابره شي. دا هغه غوښتنې وې چې پاکستان د سولې په بدل کې افغان حکومت ته وړاندې کړې، خو افغان حکومت ته دا دواړه غوښتنې د منلو نه وې.

همغه و چې افغان حکومت طالبانو ته مخه کړه، ځکه طالبانو به هره ورځ ویل چې دوی خپلواک دي، او د هیڅ هېواد تر انحصار لاندې نه دي، افغان حکومت پر طالبانو باور وکړ چې ګنې رښتیا هم خپلواک دي او د سولې مذاکرات به بریالي شي.

امریکا او طالبانو هوکړه وکړه، په دې هوکړه باندې افغان حکومت راضي نه و، دا ځکه چې امریکا طالبانو ته نړیوال حیثیت ورکړ، تراوسه دا ډله د یوې ترهګرې ډلې په نوم باندې خلکو پيژندله، خو امریکا راپورته کړه او سیاسي ځای یې ورکړ.

کله چې له امریکا سره هوکړه وشوه، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پيل شول او طالبانو ژمنه کړې وه چې بین الافغاني مذاکراتو له لارې به د افغانستان جګړه پای ته رسوي، خو طالبانو دا ژمنه ماته کړه.

طالبانو دا خبره هغه مهال کوله چې د دوی ۵۵۰۰ زندانیان افغان زندانونو کې و، طالبانو هغه مهال نرمي اختیار کړه او داسې يې وښودله چې دوی د سولې مذاکرات کوي، جګړه په خبرو او بحثونو پای ته رسوي، خو د دوی زندانیان دې خوشې شي، افغان حکومت چې سولې لپآره ژمن و، د طالبانو دا غوښتنه یې ومنله او زندانیان یې ورته خوشې کړل.

کله چې د طالبانو زندانیان خوشې شول، طالبانو د سولې له خبرو مخ واړو، طالبانو ژمنه کړې وه چې زندانیان به یې بیا د جګړې ډګر ته نه ستنیږي، خو ولیدل شو چې په یوه میاشت کې خوشې شوي زندانیان بیا د جګړې په صفونو کې منظم شول.

همدا اوس د خوشې شویو زندانیانو له جملې څخه سلګونه قومندانان جګړه رهبري کوي او حتا د والي او نظامي مسوولینو دندې ورکړل شوي او د جګړې په لومړیو لیکو کې دي.

طالبانو چې ولیدل چې تاوتریخوالي او جګړې له لارې مخکې تللی شي، ګډ حکومت او جمهوریت کې د دوی ځای نه کیږی، نو یې د زور له لارې واک ته د رسیدو هلې ځلې پيل کړې چې دا دی نن هره ورځ په اوسط ډول ۳۰۰ طالبان وژل کیږي، همدومره نور تپيان کیږي او هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

طالب مشران قطر کې د مذاکراتو په نوم ناست دي، ښه ژوند لري، خو افغانانو باندې یې خپل وطن کې ژوند سور اور ګرځولی دی او هره ورځ ولسوالۍ او ښارونه د اور په لمبو کې سوځی.

طالبان بدل شوي؟

د امریکا او طالبانو د مذاکراتو پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد نړیوالو ته ویل چې طالبان بدل شوي دي، هغه پخواني طالبان نه دي، اوس د بشر حقونو ته ژمن دي، د ښځو حقونو او زده کړو ته ژمن دي، د خلکو رای ته ژمن دي او داسې نور….

د خلیلزاد دا خبرې د امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو ومنلې، حتا په افغانستان کې ځینو سیاسیونو او عامو خلکو هم ومنله چې طالبان بدل شوي او بیا به هغه ډول اعمال نه ترسره کوي چې خپله واکمنۍ کې یې ترسره کول.

خو کله چې طالبانو په یو شمېر ولسوالیو باندې ډله ییز بریدونه وکړل، او افغان ځواکونو تکتیکي شاتګ وکړ، طالبانو تر هغې څو چنده ظلم او ویجاړۍ وکړه چې په ۱۹۹۹ کلونو کې یې کول.

له سپين بولدک څخه مستند راپورونه خپاره شول چې طالبانو خلک له کورونو ویستلي، یا طالبانو ته تسلیم شوي خلک په یو ځای له سلو زیات کسان په عام محضر کې په ډزو باندې وژلي دي.

د غزني په مالستان ولسوالۍ کې یې په یوه ورځ باندې ۲۷ ملکي خلک په ډزو باندې ډله ییز ووژل، د ولسوالیو ودانیو ته یې بمونه کیښودل او له منځه یې یوړې، یو شمېر ولسوالیو ودانیو ته یې اور واچو، ملي تاسیسات یې ړنګ کړل، ځینې چور کړل، عامه شتمنۍ یې په اور کې وسوځولې، د دې ټولو مستندې ویډیوګانې شته چې ښيي طالبان نه دی بدل شوي، بلکې تر پخوا وحشي شوي دي.

طالبانو حتی په بدخشان او نیمروز ولایتونو کې خلک مجبور کړي چې پيغلې لورګانې د دوی د وسله والو په نکاح کې ورکړي، داسې ډيرې پيښې ثبت شوي او لا د ثبت کیدو په حال کې دي چې د طالبانو ظلم، وحشت او بربریت ښيي.

تاسو به لیدلي وي چې طالبانو له ځينو سیمو خپله ویډیوګانې کړي چې تسلیم شويو سرتیرو باندې ډزې کوي او له منځه یې وړي، حتا ځینو سیمو کې یې د دوی سرونه په چاړه باندې پرې کړي دي، هرات ولایت کې یې یو پيغله نجلۍ چې چادري کې وه، په دې جرم!؟ په ډژو ووژله چې محرم درسره نشته.

تاسو ولیدل چې د ولسوالیو په ودانیو او ښآرونو په دروازو کې یې خلک راځړولي دي.

پایله کې ویلی شو چې که طالبان بدل شوی وی، خلکو به ورسره ژوند کولی، کومې ولسوالۍ چې طالبانو ونیولې، خلکو یې ښارونو ته کډه وکړه، اوس چې کوم ښارونو کې طالبان دي، خلک له هغه ځآیه هم کډه کوي، همدا د دې ثبوت دی چې طالب نه دی بدل شوی، بلکې لا ډير وحشي شوی دی.

د امریکا د رهبري تصمیم بدلیدونکی دی

اوس چې طالبانو ځينو سیمو کې پرمختګ وکړ، ښارونو باندې یې بریدونه پيل کړي دي، د طالبانو وحشت او دهشت مالوم شو، چې ایا دوی بدل شوي؟ که بدل شوي دي، نو څه ډول بدل شوي دي؟

اوس ولیدل شو چې هو؛ طالبان بدل شوي، خو تر پخوا څو چنده وحشي شوي او هغه ژمنې چې دوی په خبرو کې کړې وې، په عمل کې نشته، د طالبانو سیاسي دفتر امریکا او متحدینو ته یې ژمنه ورکړې وه چې دوی به د بشر حقونو، ښځو حقونو، بیان ازادي او نورو ته ژمن وی، خو اوس ولیدل شول چې طالبان نه د بشر حقونو په نوم څه پيژني، نه د ښځو حقونه پيژني او نه د بیان ازادي ته اجازه ورکوي.

دا هر څه چې اوس روښانه شول، خلیلزاد کرار ناست دی، ننداره کوي او طالبان خپل وحشتونه کوي، داسې وحشت چې د افغانستان په تاریخ کې هیڅ ظالم او جابر نه دی کړی، خو طالبان یې د اسلام په نوم باندې کوي.

اوس چې د طالبانو اصلي څېره بیا نړیوالو ولیدله، د امریکا ولسمشر جوبایډن هوایي ځواک ته لارښوونه کړې چې ښارونو کې د طالبانو په غونډو او ډلو باندې د بې ۵۲ بریدونه پيل کړي او دا ډله دې له هر ډول پرمختګ څخه راوګرځوي.

یانې ممکن د بهرنیو ځواکونو د بیا راستنیدو او یا پاتې کیدو لامل بیا طالبان شي، ځکه طالبانو له نړیوالو سره ژمنه وکړه چې تاسو ووځئ، موږ جګړه د خبرو له لارې حل کوو، خو طالبانو په دې خبره عمل و نه کړ، او د زور له لارې یې د ښارونو د نیول کیدو هڅې پيل کړې.

کله چې طالبان له خپلې ژمنې تیریدل شي، نو بهرنیان هم تیریدلی شي، ځکه هغوی دلته شل کاله پانګونه کړې، مرستې یې کړي، پوځیان یې وژل شوي دي، د جمهوریت د ساتنې او دوام لپاره یې کلونه له افغان حکومت او افغانانو سره همکاري کړی، اوس خو داسې نه شي کیدلی چې دا هر څه طالبانو ته خوشې کړي او هغوی یو ځل بیا د نویمو کلونو وحشت پيل کړی.

طالبان به خلکو ته څه وړاندې کوي؟

ښا؛ فرض کړه ومنو چې طالبانو افغانستان ونیو، دوی به څنګه حکومت کوي، څه خدمات به خلکو ته وړاندې کوي، د عوایدو منبع به یې څه وي، د دولت بشري قوه به څوک وي، څنګه به اقتصاد، سوداګري او بهرني اړیکې پراخه شي؟

دا خو اسانه ده چې ټوپک په اوږه کړه، د مرګ په بیه او وینې تویدو باندې ولسوالۍ او ښارونه ونیسه، خو دا ښآرونه او ولسوالۍ خو ساتنه غواړي، دا خلک چې په دې ولسوالیو او ښارونو کې اوسیږي، دوی خو خدمات غواړي.

دا اوس چې د طالبانو کومو ولسوالیو کې واکمني ده، حتا د یوې تذکرې د ویش صلاحیت او حق نه لري، نو بیا څنګه حکومت کوي، طالبانو چې له تیرو څو میاشتو راهیسې ځينې بندرونه نیولي دي، د دې عواید چیرته ځي؟

مخکې د ښارونو له نیول کیدو باید طالبان خلکو ته طرحه وړاندې کړي چې دوی غواړي څه وکړي، ایا اوسنی حکومت خلکو ته په خدماتو رسولو کې پاتې راغلی؟ ایا طالبان به وتوانیږي چې د خلکو غوښتنو ته ځواب وواي.؟

طالبان په هره سیمه کې د هر څه مسوول دي، که د جګړې پر مهال مارکیټ سوځي، ښآر سوځي، عامه تاسیسات ورانیږي، د خلکو مالونه چور کیږي، د دې ټولو مسوول طالبان دی.

ځکه طالبان دي چې د خبرو پر ځآی جګړه باندې تمرکز لري او غواړي چې هر څه بیا له سره پيل شي، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې مستند ویډیوګانې شته چې خلک د خلکو مالونه او دولتي توکي چور کوي، خو دوی هیڅ ورته نه وایيي، ښکاره خبره ده چې دا هر څه طالبان په پلان شوي ډول باندې کوي.

تاسو به لیدلي وي چې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو رنجر موټرې کویټه او کراچۍ کې ګرځي، دا چا هاغاړې یوړلې، چا پاکستان ته په واک کې ورکړلې، طالبان باید د دې هر څه ځواب ووایي.

پای

منبع

۱ د اور پر لیکه ، د پرویز مشرف کتاب

۲ د پاکستاني جنرالانو او وزیرانو څرګندونې، یوټوب

۳ د سوشل میډیا مستندې ویډیوګانې

۴ د بې بي سي تحقیقي راپورونه

۵ د طلوع نیوز او شمشاد ټلویزون مرکې

۶ سپين بولدک باندې د رویټرز خبرې اژانس تحقیقي راپور

۷ د اعتدال مرکز ، درې میاشتنی ګڼه

۸ د ولسمشر غني بیانيي

۹ د خلیلزاد مرکې

Comments