د طالبانو جګړه او د خلکو غبرګون/ بریالی ویاړ

comments 0

د طالبانو له جګړې سره همهاله زیات شمېر ولایتونو کې خلکو د طالبانو پرضد وسله وال پاڅونونه کړي او د افغان ځواکونو په ملاتړ او ننګه یې سپکې او درنې وسلې راخستې دي.
دا بې ساري پاڅونونه د هرې ورځې په تیریدو زیاتیږي او خلک منسجم کیږي چې د طالبانو پرضد منظمې جبهې جوړې کړي.
ولې پاڅونونه؟
د افغانستان په شمال، مرکزي، ختیځ او سویل ختیځ ولایتونو کې دا پاڅونونه پيل شوي او طالبانو ته یې ښکاره پيغام ورکړی چې هیڅکله به دا موقع ور نه کړي چې یو ځل بیا شاتګ ته اړ کړي.
پاڅونونو کې خلکو په ښکاره طالبانو باندې غږ کړی چې سوله وکړي او که د جګړې له لارې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي د خلکو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
دا په ښکاره د طالبانو لپاره یو زنګ خطر دی چې هیڅکله به بیا پر افغانانو واکمني و نه کړي او هدف ته د رسیدو لپاره باید سیاسي تفاهم وشي.
پآڅونونه وروسته له هغې پيل شول چې طالبانو ځینو ولایتونو کې ولسوالۍ ونیولې او افغان ځواکونو د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره شاتګ وکړ.
تر دې وړاندې هم د طالبانو پرضد پاڅونونه شوې و، خو وروستي پاڅونونه ډله ییز دي چې مشري یې اکثریت بانفوذه مشران او پخواني جهادي قومندانان دي چې کلونه د طالبانو سره مقابل صف کې پاتې شوي دي.
خلکو ځکه پاڅونونه وکړل چې طالبان د سیمو په نیول کیدو سره داسې تبلیغات کوي چې خلک یې ملاتړ کوي او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړی دی، خو اصل کیسه دا ده چې خلک د طالبانو له ډاره د طالبانو سیمو کې غږ نه کوي.
هغه سیمې چې طالبان پکې فعالیت نه لري، خلکو یې په زغرده طالبانو ته دا پيغام ورکړی چې هیڅ موقع به ور نه کړي چې اوسنی نظام ړنګ او یو ځل بیا تور تاریخ ته وګرځي.

له طالبانو د خلکو کرکه
هغه خلک چې طالبان ورته په اصلي مانا مالوم دي او هیڅکله نه غواړي چې بیا یې طالب په خاوره باندې قدم کیږدي، هغوی خپل ټول امکانات رابرسیره کړي او د افغان ځواکونو په ننګه میدان ته وتلي دي.
طالبانو په خپله تیره واکمنۍ او دوره کې دومره ناجایزې او ظلمونو کړي چې د افغانستان د څو نسلونو حافظو کې به پاتې شي او څو نورو نسلونو ته به هم انتقال شي.
دغه راز طالبانو په تیرو شل کلونو کې داسې ظلمونه، جنایتونه او وحشتونه کړي چې هیڅوک یې نه شي بخښلی.
نو کله چې طالب هر کور کې یو کس شهید کړی، هر کور کې یې کونډې، یتیمان او بورې میندې پريښې، نو بیا څنګه خلک بیا طالب ته هرکلی ووایي او د افغان ځواکونو ننګه و نه کړي.
افغان ځواکونه چې د دې خاورې ساتونکي او د خلکو د ناموس دفاع کوونکي دی، د جګړې په لومړۍ کرښه کې له خاورې او خلکو دفاع کوي، سرتیري پر خلکو حق لري چې په ننګه او ملاتړ یې میدان ته راووځي.
خلک ځکه د سرتیرو په ننګه راوځي چې له طالب څخه کرکه وروستي حد ته رسیدلې او دا کرکه داسې ده چې هیڅکله به د خلکو له زړونو و نه وځي.
د خلکو دا منسجم والی طالبانو ته ښکاره پيغام ورکوي چې هیڅکله به دا ډله د زور له لارې واک ته و نه رسیږي او هیڅکله به دا خلک ورته تسلیم نه شي.
طالبان فکر کوي چې افغانان او افغانستان د شل کلونو کې مخکې افغانستان دی او خلک یې لا هم همغه ډول دي چې دوی به ورپسې کوتک او دورې راخیستې او هرې خواته به یې زغلول.
د افغان ځواکونو او خلکو مسوولیت
له طالب څخه دفاع یواځې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت نه دی، بلکې د خلکو ډير مسوولیت جوړیږي چې لږ تر لږه د خپلو ځواکونو په څنګ کې ودریږي او اجازه ور نه کړي چې طالب یې بیا په خاوره حاکم شي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه خپل مسوولیت په ښه شکل ترسره کوي، د دښمن پروړاندې لکه سپر ولاړ دی او هره ورځ د دې خاورې او خلکو لپاره قربانی ورکوي، شهیدان کیږي، ټپيان کیږي او نورې سختې ورځې تیروي.
نو کله چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د سر په بدل کې دفاع کوي، خلک لږ تر لږه دا مسوولیت لري چې د خپلو ځواکونو تر څنګ ودریږي او د هغوی د مورال لوړولو لپاره هر هغه اقدام وکړي چې په توان یې پوره وي.
ټولنیزې رسنۍ، عامه ځایونو کې ولسي غونډې او وروستي پاڅونونه ټول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مورال لوړولو کې رول لري او دا لړۍ باید دوام پيدا کړي چې د خلکو مسوولیت هم جوړیږي.
هغوی چې دې برخه کې ځان مسوول نه ګڼي او د افغان ځواکونو د دفاع پر ځای د طالبانو دفاع کوي او یا له ډاره څه نه شي ویلی، هغوی دې خبر وي چې طالب یواځې د یو څو کسانو لپاره سرخوږی نه دی، بلکې طالبان د دې ټولنې لپاره سرطان دی او د وطن د بربادۍ وسیله ده.
هر څوک مسوول دی چې له خاورې او خلکو څخه د دفاع په خاطر خپل مسوولیت ادا کړي او اجازه ور نه کړي چې یو ځل بیا د اسلام اباد حکمونه له کابل جاري شي.
د طالب ماموریت او د پاکستان ستراتيژي
طالب ته د جګړې له شدت سره نوی ماموریت دا ورکول شوی چې هره سیمه کې چې نظامي تجهیزات نیسي، یا کومه دولتي وداني باندې واک ترلاسه کوی، باید هر څه له منځه یوسي.
تاسو به لیدلي وي، هغه سیمې چې طالبانو نیولي دي، په ویډیوګانو کې ښکاري چې هلته یې سړک وران کړی، پل او پلچک یې الوځولی دی، دولتي ودانۍ یې په چاودیدونکو توکو ورانې کړی، له ښوونځي او روغتون څخه یې نظامي مرکز جوړ کړی او هر هغه ورانکاري یې کړې چې پاکستان یې دستور ورکړی دی.
د پاکستان ستراتيژي د افغانستان لپاره د وینې تویدنې دوام او ویجاړي ده چې طالبان دا کار په ډير افتخار سره کوي او هره ورځ یې جي ایچ کیو ته راپور ورکوي چې څومره افغانان یې وژلي او څومره عامه ځایونه یې ویجاړ کړي دي.
دا د طالبانو نوی ماموریت دی چې پاکستان ورکړی دی او هر هغه قومندان او طالب ته ډير امکانات ورکول کیږي چې سخته جګړه وکړي، زیات کسان ووژني او ډير تاسیسات ړنګ کړي.
که طالب لږ هم دې وطن سره ژمنه درلودلی، لږ تر لږه دولتي ځایونه او نظامي تجهیزات به یې له منځه نه وړل، دا په ښکاره د پاکستان ستراتيژي ده او هیڅکله پاکستان نه غواړي چې افغانستان کې دې ارامي وي او وداني وي.
وروستی مورچل
طالبانو ته د پاکستان تر څنګ نور افغان دښمنه هېوادونه هم امکانات او تجهیزات ورکوي چې قومي او مذهبي جګړې رامنځ ته کړي.
تاسو وګورئ چې طالب هره سیمه کې داسې کړنې ترسره کوي چې هغه په لوی لاس قومي او مذهبي جګړو ته لمن وهل دي.
که افغانان په دې وضعیت کې سره منسجم نه شي، لیرې نه ده چې یو ځل بیا به یې نظام ړنګ، نسبي پرمختګ به له منځه لاړ شي او افغانستان به یو ځل بیا نویمو کلونو ته وګرځي او په قربانیو ترلاسه شوې لاس ته راوړنې به له منځه لاړې شي.
همدا وروستی مورچل دی، طالب خپل وروستی زور ازمایي او د خلکو مسوولیت دی چې د خپل نظام ، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په څنګ کې د طالب پرضد راپورته شي، لکه زیات شمېر سیمو کې چې خلک راپورته شوي دي.

Comments