د طالبانو تصمیم له اسلام اباد څخه دی / بریالی ویار

comments 0

د طالبانو تصمیم له اسلام اباد څخه دی

ولسمشر غني د اختر په ورځو کې د طالبانو مشروعیت فاقد اعلان کړ چې ګنې تصمامیم یې یې حقانیه مدرسه او د پاکستان په نورو رسمي او غیرې رسمي سیمو کې نیول کیږي، له دې دوه ورځې وروسته د طالبانو ویاند  سهیل شاهین په یوه مرکه کې د ولسمشر غني همدا خبرې تایید کړې او و یې ښوده چې رښتیا هم د دوی تصامیم په اسلام اباد کې نیول کیږي.

۹۰یمو لسیزو کې پاکستان په دې طرحه کار وکړ او بریالۍ یې کړه چې د افغانستان واکمن دې استعفا ورکړي، او کله چې ډاکټر نجیب الله استعفا ورکړه، داخلي جنګونه پيل شول چې په پایله کې میلیونونه افغانان ووژل شول، بې کوره شول او کابل په کنډواله بدل شو.

د ولسمشر غني برداشت

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني برداشت دا دی چې که چیرې طالبان خپلواک وی او د تصمامیو صلاحیت یې درلودلی، نو د افغانستان سوله دومره ستونزمنه نه ده، ځکه که طالبان غواړي خلکو ته مراجعه وکړي او سوله کول غواړي، نو افغان حکومت ورته په ټولو اصولو تیار دی چې سوله وکړي او جګړه ختمه شي.

سوله په خبره کیږي،په جګړه باندې هیڅکله سوله نه ده شوې او نه به سوله وشي، افغان حکومت همدې اصل ته په کتو باور لري، که طالبان غواړي سوله وکړي، نو خپل شرایط دې وړاندې کړي، داسې شرایط چې د منلو وي او افغانان پرې راضي وي، نه داسې شرایط چې د اسلام اباد د پالیسي تطبیق کوونکي وي.

طالبان هر ځل د اسلامي نظام غوښتنه کوي، خو تر نن یې د اسلامي نظام تعریف وړاندې نه کړ چې څه ډول اسلامي نظام او موډل به یې نړۍ کې وي او که نه، یا داسې اسلامي نظام چې اسلام پکې نوم بدی او ناسم تعریف شي.

که نړۍ کې ولیدل شي، د افغانستان اساسي قانون په ټوله کې اسلامي قانون دی، خو بیا هم طالبان په اسلام نظام باندې ټینګار لري، که طالبان غواړي چې د نویمو کلونو په څېر اسلام نظام چې اصل کې هیڅ اسلامي نه و، تطبیق کړي، هغه ډول ورسره هیڅوک نه منی، نه یې ورسره افغانان مني او نه یې ورسره د سیمې او نړۍ هېوادونه مني.

افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره د طالبانو ۵۵۰۰ زندانیان خوشې کړل، لویه مشورتي جرګه یې راوغوښتله، مذاکراتي پلاوی یې وټاکه او دوحه کې یې د خبرو لپاره کینو، خو طالبانو یې مقابل کې جګړې ته شدت ورکړ، خوشې شوي زندانیان یې بیرته لیکو کې جذب کړل او جګړې لیکې یې پرې پياوړې کړې.

نو دې ټول وضعیت ته په کتو ولسمشر محمد اشرف غني دا ډله د سیمې او نړۍ په کچه یوه فاقده ډله یاده کړه چې هدف یې یواځې تاوتریخوالی دی او که د افغانستان ټول واک ورته وسپارل شي هم دوی به د جګړې د دوام لپاره پلمې لټوي.

د تاوتریخوالي د دوام لپاره د طالبانو پلمې

طالبانو شل کلونه په دې نوم جګړه وکړه چې ګنې افغانستان اشغال دی، په دې اوږده جګړه کې یې پردې اولادونه خپلو لیکو او مقابلو لیکو کې قرباني کړل، سلګونه زره ماشومان یې یتیمان کړل، همدومره ښځې یې کونډې کړې، میندې یې بورې کړې، پلرونه یې په ملا باندې مات کړل، او د میلیاردونو ډالرو زیان یې اقغانستان ته واړو.

کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، یا د وتلو په درشل کې دي، طالبانو له امریکا سره هوکړه وکړه چې پر تاسو بریدونه نه کو او پر افغانانو یې بریدونو ته زور ورکړ چې ډير زیات خلک یې د خپلو ګټو لپاره قرباني کړل.

طالبانو د جګړې د دوام لپاره پلمه دا پيدا کړه چې د دوحې له تړون سره سم د دوی زندانیان نه خوشې کیږي، زندانیان خوشې کیدل، خو افغان حکومت د یو تضمین په لټه کې و چې د دې زندانیانو په بدل کې به طالبان سوله کوي، یا به تاوتریخوالي کموي او یا به اوربند کموي، د طالب زندانیانو د خوشې کیدو پروسه وځنډيده طالبانو بریدونه زیات کړل.

خو بالاخره لوی مشورتي جرګې له افغان حکومت وغوښتل چې طالب زندانیان دې خوشې کړي او له طالبانو یې وغوښتل چې تاوتریخوالی دې کم کړي، افغان حکومت زندانیان خوشې کړل، خو طالبانو جګړې ته مخه کړه او افغان وژنې ته یې دوام ورکړ.

کله چې زندانیان خوشې شول، طالبانو د جګړې د دوام لپاره د ۷۰۰۰ نورو زندانیانو د خوشې کیدو او ددوی په مشرانو د بندیزونو لیرې کیدو غوښتنه وکړه او جګړې ته یې شدت ورکړ.

نو له دې وضعیت مالومولی شو چې طالب هیڅ ډول خبرو او سولې ته ژمن نه دی او د جګړې د دوام لپاره ورته پلمې زیاتې دي.

د طالبانو زیات مشران په دې پوهیږي چې دا څه چې دوی روان کړي، دا سم نه دي، خو د دوی ځینې مشران مجبور دي چې دا کار وکړي، یانې د سولې پر ځای جګړه باندې تمرکز د دوی په واک کې نه دي، د دوی قومنده او رهبري اسلام ایاد کې ده او هر ډول چې وغواړي همغه ډول مخ ته ځی.

د ولسمشر د استعفا غوښتنه

تازه څرګندونو کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له رویټر خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې افغانستان کې د سولې خبرې تر هغې نه بریالۍ کیږي، تر څو چې ولسمشر غني استعفا و نه کړي.

دا کټ مټ د دیرش کلونو مخکې تاریخ ته افغانان ګرځوي چې پاکستان له تنظیمونو غوښتنه وکړه چې له ډاکتر نجیب سره دې تر هغې سوله نه کوي، تر څو چې یې له واک استعفا نه وي کړي.

ډاکټر نجیب له واک استعفا نه کوله، ځکه ورته مالومیدله چې د واک خلا به دا وضعیت ډير خراب کړي، خو بیا هم د وطن او خلکو لپاره مجبور شو چې له سختو فشارونو خلک خلاص کړي او له واک یې استعفا وکړه.

د ډاکټر نجیب له استعفا وروسته د واک خلا رامنځ ته شوه او سمدستي د واک لپاره تنظیمي جګړې پيل شوې چې پنځه کلونه یې دوام وکړ، کابل پکې وران شو، حتا د ښار نښې ورکې شوې او هیڅ انسان د کابل ښار کې نه اوسیده.

دا د پآکستان نقشه وه چې هر څه باید له منځه لاړ شي، امنیتي او دفاعي بنسټونه، دولتي او نادولتي تاسیسات او هر څه باید له سره شي، همغسې وشول، څه چې د پاکستان پالیسي وه، تنظیمونو تطبیق کړه.

اوس یو ځل بیا پاکستان دا فلم په طالبانو باندې تکرار کوي چې نسبي جوړ شوي تاسیسات او بنسټونه له منځه یوسي او هر څه بیا له سره کړی.

طالبانو چې پر طالبانو کلونه پانګونه کړې، لامل دا نه دی چې پاکستان د جهاد او ثواب وږی، تږی دی، لامل دا دی چې طالبان په افغانستان کې د پاکستان پالیسي تطبیق کوي او پاکستان د دې په بدل کې طالبانو ته امکانات ورکوي.

دا چې طالبان نن هم هره ورځ د جګړې د دوام لپاره پلمې لټوي او د سولې خبرو لپاره سخت شرایط وړاندې کوی، پلان همدا دی چې د جګړې فشار زیات کړي، یا د زور له لارې واک ترلاسه کړي او یا د واک خلا رامنځ ته کړي چې د واک پر سر باندې بیا کورنۍ جګړې پیل شي او افغانان در په دره شي.

خو دا ځل هر څه بدل دي، دا ځل خلک په ټوله مانا له دولت سره دي، هغه وخت حکومت باندې د کمونست ټاپه وه، اوس خلک له خپلو ځواکونو سره ولاړ دي او طالبان به هیڅکله دې ارمان ته و نه رسیږي.

د پاکستانیانو جشن

تاسو به د پاکستان په رسنیو او ټویټر کې لیدلي وي چې هره ورځ د طالبانو پرمختګونو باندې جشنونه نیول کیږي، تاسو به ټویټر کې لیدلي وي چې د پاکستان نخبه کسان هره ورځ افغانانو ته پيغور ورکوي چې یو ځل بیا درباندې د نجیب الله تاریخ تکراروو.

دا هر څه پاکستان ښکاره کوي، تاسو به د پاکستاني چارواکو څرګندونې اوریدلي وي چې طالبانو ته لابي کوي، هغوی ته د هوښیار او مجاهدینو خطاب کوي.

دا هر څه اوس پټ نه دي، ښکاره دي، خو طالبانو په خپلو وسله والو باندې سترګې پټي او دا هر څه نه ګوري او نه یې اوري چې د چا لپاره جګړه کوي، دا جګړه د چا ده ، د څه لپاره ده، قرباني یې څوک دي او ګټه یې د چا ده؟

وروستي وضعیت ته په کتو ویلی شو چې طالبان د پاکستان ملیشې دي او له دې هیڅوک سترګې نه شي پټولی.

پآکستان ته هره ورځ په اوسط ډول د طالبانو سل جسدونه ځي، رسنۍ پرې چوپه خوله وي، خو که طالبان په افغانستان کې یوه لویشت پرمختګ وکړي، رسنۍ یې داسې پوښښ لاندې نیسي، ته به وایي، ټول افغانستان یې نیولی دي.

د پاکستان رسني او حتی د ریاست ټوله مشینرې نن سبا د طالبانوپه خدمت کې ده او هر ډول خدمات چې وغواړي، پاکستان ریاست یې طالبانو ته وړاندې کوي چې اوسنی نظام له منځه یوسي او دا هر څه له سره پيل کړی.

 

 

Comments