د طالبانو تر منځ سخت اختلافات د دوی په مذکراتي ډله کې د بدلون سبب شول

comments 0

هندوکش ـــ قطر: وسله وال طالبان وایي چې د سولې خبرو لپاره یې په خپله مذکراتي ډله کې بدلون راوستی، دا خبر تېره شپه ناوخته د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر خپور کړو.
ذبیح الله مجاهد وايي چې د شېر محمد عباس ستانکزي پر ځای یې ملا عبدالحکیم د سولې مذکراتي ډلې مشر ټاکلی.
طالبانو دغه راز ویلي، محمد نعیم وردګ د دغې ډلې د سیاسي دفتر د ویاند په توګه ټاکل شوی دی.
له دې مخکې سهیل شاهین د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند و.
د دې بدلونونو سره همهاله ځینو باوري سرچینو خبر ور کړی چې د طالبانو تر منځ سخت اختلافات د دغو بدلونونو سبب شوي دي.
سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط هندوکش پرېس خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشرتابه او غړي د همدې اختلافاتو له وجې پاکستان ته غوښتل شوي و.
سرچینه وایي چې یاد اختلافات د ملا عبدالغني برادر او شیر محمد عباس ستانکزي تر منځ را پورته شوي دي. سرچینې زیاته کړه: « شیر محمد عباس ستانکزی د ملا عبدالغني برادر سره په ډېرو مواردو کې اختلاف لري، د دواړو تر منځ وروستی اختلاف د امریکایانو لخوا د طالبانو سیاسي دفتر ته د ورکړل شویو درې سوه میلیونه ډالرو په سر دی، ستانکزی ادعا لري چې دغه پیسې د ملا عبدالغني برادر لخوا ندي مصرف شوي او شخصي جیب ته تللي دي، خو ملا برادر د ستانکزي د دغه خبرو په ځواب کې د خپلې استعفا خبره کړې او ویلي یې دي، نور نه غواړي چې د سیاسي دفتر مشري وکړي، د همدې اختلافاتو له وجې دوی پاکستان ته وغوښتل شول او وروستي بدلونونه هم په کامله معنا لدې اختلافاتو څخه سرچینه اخلي.»
سرچینه وایي چې شیر محمد عباس ستانکزی د قطر دفتر له پیله تر نن ورځې پاکستان کې د ملا عبدالغني برادر د زنداني کیدو په اړه شکونه او پوښتنې را پورته کوي. سرچینه وایي: «ستانکزی او ځینې نور طالب مشران هغه وخت شکمن شول، چې ملابرادر له اته کلن بند څخه، تر خلاصېدو وروسته په کور کې دوه کوچني ماشومان لرل، هغه وخت نوموړي خپله درې کلنه لور او پنځه کلن زوی ور سره قطر ته بیولي و، دا سوال اوس هم موجود دی.»
سرچینه وایي چې شیر محمد عباس ستانکزي په کراتو، کراتو دا خبره تکراروي، چې ملابرادر د تش په نامه زندان په دویم کال درېم واده له یوې ۱۷ کلنې پېغلې سره د ۸۰ لکه کلدارو د ولور په بدل کې کړی، ده اصلاً د ای اېس ای لخوا په ور کړل شوي کور کې ارام ژوند کاوه.
عزت تبیان

Comments