د طالبانو تازه څرګندونې له غبرګون سره مخ دي

comments 0

هندوکش – کابل: د طالبانو ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي چې روژه کې د جګړې ثواب څو چنده دی او دوی به د اوربند پر ځای جګړې ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې له سخت غبرګون سره مخ دي او طالبان یې یو ځل بیا پردي پال یاد کړي دي
پر طالبانو نیوکه ده چې د ولس غږ نه اوري او په دې ورځو کې ولس ټول اوربند ته منتظر دی چې بین الافغاني خبرې پيل شي.
افغان حکومت چمتو دی چې دوه طرفه اوربند وکړي او د اوربند په دوام کې مذاکرات پيل او جګړه پای ته ورسوي.
خو طالبان چې د پردیو وسله په لاس کې لري تمویل کوونکي هېوادونه یې اجازه نه ورکوي چې اوربند وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments