د طالبانو بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله لوړه شوې

comments 0

هندوکش – کابل: د مالوماتو له مخې، په تیره یوه میاشت کې له څلور سوه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حمل میاشتې له پیل تر پایه ۴۶۲ ملکیان په بیلا بیلو امنیتي پېښو کې وژل شوي او یا ټپیان دي.
موندنې ښیي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د مالوماتو له مخې په دغه پېښو کې بهرنیو ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې چې پنځه یې وژل شوي او درې نور یې ټپیان شوي دي.
طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی مالوم.
کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، په دې وروستیو کې یې پر مخالفینو بریدونه زیات کړي او په وینا یې ښه پایله یي هم ورکړې ده.
د مرګ ژوبلو سربیره په تیره یوه میاشت کې د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ، د بدخشان ارغنج ولسوالۍ او ځینې نورې سیمې د طالبانو لاس ته ورغلي او لاس په لاس هم شوي دي.
له دې ټولو سره سره د سولې لپاره هم هڅې روانې دي چې کله ټکنۍ او کله ګړندۍ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments