د طالبانو بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان کې د جګړې اصلي قربانیان عام خلک دي چې د طالبانو له لورې په بې رحمۍ وژل کیږي.

په تېرو کلونو کې نه یواځې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره تدابیر نه دي نیول شوې بلکې د ملکیانو د وژنې ارقام ورځ تر بلې لوړ شوی.

په لویو ښارونو کې ځانمرګي بريدونه د سړک غاړې چاودنې هغه لاملونه دي چې د ملکیانو ژوند ګواښي.

د یوناما تازه خپاره شوي راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه نږدې اویا سلنه پر طالبانو ده چې اکثره خلک یې ماین چاودونو او ځانمرګو بریدونو کې قرباني کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments