د طالبانو او داعش بریدونو کې هره ورځ ملکي وګړي قرباني ورکوي

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د جګړې له امله هره ورځ دیارلس ملکي وګړي شهیدان کېږي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په افغانستان کې د جګړې اولس کاله په پوره کېدو سره لا هم په ورځني ډول له دیرش تر څلوېښت سرتېري او تر دیارلسو ملکي وګړي شهیدان کېږي.
د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس، په تېرو څلرویشت ساعتونو کې ۵۴ کسان شهیدان شوي چې ۳۵ یې سرتېري او ۱۹ نور یې ملکي وګړي دي.
نیویارک ټایمز د کورنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند نصرت رحیمي له قوله لیکلي چې، یوازې تېره ورځ د وردګو په سید آباد ولسوالۍ کې د قوماندان په ګډون ۱۴ پولیس شهیدان شوي دي.
د نیویارک ټایمز راپور له مخې د اولس کلونو په پوره کېدو سره سره لا هم دغه جګړه خونړۍ ده او لا خونړۍ کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments