د شینوار ولسوالیو د امنیت لپاره نوی پلان

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار شنیوارو لوې ولسوالۍ کې د وسله والو ځپلو لپاره د افغان ځواکونو د همغږۍ زون فعال شو.
چارواکي وایي، یاد زون کې به د نازیان،اچین، بټي کوټ، دروبابا او مومندرې ولسوالیو سرتیري میشت وي او په ګډه به د وسله والو پرضد جګړې کوي.
په شینوارو لویې ولسوالۍ کې له تېره څو ورځو راهیسي دوسله والو پرضد دافغان ځواکونو له لوري عملیات روان دي.
چارواکي وایي، عملیاتو کې پرمختګ شوی او ډېرې سمې یې له وسله والو نیولي.
دننګرهار ملي امنیت مشر وایي، په شنیوارو زون کې دوسله والو دبیا راتګ مخنیوي په موخه دبېلابېلو ولسوالیو سرتیرو دهمغږۍ مرکز جوکړ .
واحدي وایي دعملیاتو پرمهال یې په دې ولسوالۍ کې دنشه یې توکو سترمرکزونه هم نیولي او باورلري چې په دې سره دوسله والو ډلو دجګړې لیکي کمزورې شي.
په عملیاتوکې له افغان ځواکونو سره دبېلابېلو ولسوالیو ولسي پاڅوانوال هم برخه لري، دوی وایي ترنورو ځواکونو دوسله والو ځپلو په چل ښه پوهیږي؛خوکه تجهیزشي.
دولس استازي هم له پیل شویو عملیاتو خوشاله دي او تردې وروسته دسیمې دامنیت موخه دایمي پوستې غواړي.
فرهاد شهراني

Comments