د شیدو او ادرکو ګټې

comments 0

شيدې او ادرک ځانته ځانته ګټې لري خو که ادرک وچ کړای شي، نيمه کاشوغه په يوه پياله شيدو کې ګډ کړای شي نو د انسان بدن ته بیشماره ګټې لري.

په ادرک کې پروټين، کيلشيم، فولاد، مينيشيم، وټامين E.C او k موجود دي چې د شيدو او ادرک په ګډ خوراک سره د پښو، سر، بندونو او بدن درد له منځه ځي.

روغتيا پوهان وايي، ادرک په بيلابيلو له زرګونو کلونو راپديخوا په مختلفو درملو کې کارول کيږي وايي چې د دواړو شيانو په ګډ خوراک سره د انسان هډوکي کلکيږي، د هاضمې نظام له هر ډول خرابوالي ليرې ساتي.

د ماهرينو په وينا، که ميرمنې دغه اجزاء د مياشتنۍ ناروغۍ پر وخت وکاروي، د هغوی په ناروغۍ کې ډيره مرسته کوي

Comments