د شکایاتو کمېسیون: د ټاکنو په تړاو ډېری شکایتونه ښایي تشې ادعاوې وي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یوه چارواکي اټکل کړی چې ښایي د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو دوی ته د سپارل شویو شکایتونو تر نیمایي ډېر له اسنادو پرته د ادعاو بڼه ولري.
د دې کمېسیون د ثبت او تصنیف مسؤل مسعود شمس وویل ډېری دغه شکایتونه تش یوه پاڼه ده چې د یوې یا بلې ټاکنډلې له خوا وړاندې شوي دي.
ښاغلي شمس وویل ډېری شکایتونه چې ور رسېدلي، اړونده او کره اسناد نه لري.
یاد کمیسیون د څه باندې ۱۶ زرو شکایتونو څېړل پیل کړي او ټول یې په ۱۶ ډلو ویشلي دي.
د یاد د کمېسیون د ثبت او تصنیف مسؤل مسعود شمس وايي، ډېری شکایتونه د رایو په شمېر کې د توپیر په اړه دي، ځکه په نوملړ کې یو څه او په بایومټریک الو کې بل څه دي.
د قانون له مخې د شکایتونو د څېړلو ولایتي دفترونه یوازې ۱۵ ورځې وخت لري چې دا شکایتونه وڅېړي او پریکړه وکړي؛ خو چارواکي وايي شکایتونو ته په کتو ښايي د څېړلو موده وغځیږي.
د دې کمېسیون سرچینې وايي، تمه یې نه درلوده چې دومره شکایتونه دې ور ورسېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments