د شپږ پروژو هوکړې لاسلیک شوې

comments 0

هندوکش – کابل: ټولګټو وزارت له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د یو اشاریه اوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نږدې پنځوس کیلو میتره سړکونو او څو پلونو د جوړیدو هوکړې لاسلیک کړې.
دا پروژې په پنځه ولایتونو کې تطبیق کیږي چې ورسره به د ځینو سیمو د خلکو یو لړ مشکلات حل شي.
ټولګټو وزارت سره د دې پروژو په تطبیق کې نړیوال بانک او هندوستان هېواد مالي همکاري کوي.
ننګرهار کې دولس کیلو متره اوږدوالی سړک چې له بهسودو پل عبدالخېلو پوری دی، ارزګان کې د بلاغ پل رغونه چې ۷۲ متره اوږدوالی لري، د بلخ د خالد بن ولید سړک چې ۱۶ کیلو متره اوږدوالی لري، فاریاب کې له میمنې څخه تر بلچراغ پورې د سړک جغل اندازي دوه پروژې چې نږدې شل کیلو متره اوږدوالی لري او بدخشان کې د نخچیر پل رغونه په دې پروژو کې شامل دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments