د شپږ ولایتونو نوملړ اعلان شو

comments 0

هندوکش – کابل: د شپږ ولایتونو لپاره د ولسي جرګې د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان شو.
نیمروز، ارزګان، نورستان، کونړ، خوست او بامیان هغه ولایتونه دي چې ټاکنو کمېسیون یي تېر ماښام لومړنی نوملړ اعلان کړ.
د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد ډاډ ورکړې چې د یادو ولایتونو نوماندان د یو روڼ او عادلانه سستم لمخې لومړني لست کې شامل شوي دي.
د کمېسيون د مالوماتو له مخې شاوخوا شپږ زره کسانو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو څوکیو ته فورمې ډکې کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments