د شهید شویو خبریالانو لپاره د امتیاز غوښتنه

comments 0

هندوکش – کابل: د رسنیو ملاتړ بنسټونه وایي، د شهید شویو خبریالانو ته دې اړوندې رسنۍ تر شل کاله تنخوا ورکړي.
د کابل پریس کلب مشر عزیز احمد تسل وایي، د رسنیو مالکين بهرنیو هېوادونو او مشران يې په دفترونو کې وي، خو یوازې خبریالان دي، چې د مخامخ یا هدفي وژنو ښکار ګرځي.
تسل وایي، افغان حکومت ته پکار ده، څو ټولې هغه رسنۍ چې په افغانستان کې فعالیت کوي، دې ته اړ باسي چې رسنیز کار کوونکي بيمه کړي.
دغه راز کابل پریس کلب، له ملي امنیت غوښتنه کړې، چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
عزیز احمد تسل حکومت مکلف ګڼلی چې د قربانیانو، له کورنیو سره مرسته او ټپي شویو خبریالانو ته جدي روغتیا یي اسانتیاوې برابرې کړي.
افغانستان د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې خبریالان يې د هېواد د نورو وګړو په څېر خوندیتوب نه لري او نه هم د رسنیو له لوري ورته ځانګړې پاملرنه کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments