په هلمند کې د شهيدانو او ټپيانو له کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند والي حيات الله حیات په ګرشکې کې په وروستیو نښتو کې له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړه.

دا مرستې چې د شهيدانو له پنځلس کورنیو او د ټپيانو له دوو کورنیو سره شي دي مرکزي حکومت هلمند ته استولې وې.

د هلمند د والي وياند وايي چې د هر شهيد له کورنۍ سره يو لک افغانۍ او د ټپي له کورنۍ سره پنځوس زره افغانۍ مرسته شوې.

د هلمند والي د مرستو تر څنګ ګرشک ته هم سفر وکړ او هلته يي د نښتې په لړ کې د ملکي وګړو او سرتیرو په فاتحه کې هم ګډون وکړ.

ياده دې وي چې په ګرشک کې وړمه ورځ د طالبانو په موټر بم بريد کې تر ډيره ملکي وګړي زيانمن شوي دي.

ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply