د شهیدانو کورنیو او ټپيانو سره مرسته وشوه

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار:د ننګرهار ولایت مقام وايي، د پچیراګام، اچین، کوټ او مومندرې ولسوالیو اړوند د شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره د شپاړس لکه او د یرش زره افغانیو نغدي مرسته وشوه .

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، دا مرسته د حکومت اجرائیه ریاست له لورې د ننګرهار ولایت اچین، کوټ او پچیراګام ولسوالیو اړوند د لس شهیدانو کورنیو او یوولس ټپيانو سره وشوه .

د خوږیاڼي په خبره، د هر شهید کورنۍ ته سل،سل زره او هر ټپي ته پنځوس،پنځوس زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې .

د خوږیاڼي په خبره، همدا راز د امنیت شورا د مشرتابه له لورې د مومندرې ولسوالۍ اړوند د ۲ شهیدانو کورنیو او ۴ ټپیانو سره هم نغدي مرسته وشوه.

Comments

Leave a Reply