د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ناسته

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري چې د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني هم ورته را بلل شوې وه، د نظامي شهيدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د ملي امنيت سلاکار د شهيدانو له کورنیو سره د همدردي تر څنګ په وينا کې وويل، دا هېواد ستاسې د بچيو د قربانيو په بدل کې ساتل شوی، چا په خيرات کې نه دی راکړی او دلته ډېری کورنۍ داسې هم دي چې په دې لاره کې یې تر یوه کس زیات قرباني شوي دي.
ډاکټر محب دوی ته وعده ورکړه چې د نظامي شهيدانو د کورنیو د زياتوالي کچې ته په کتلو به د هغوی په خپلو خپلو ولايتونو کې د اوسېدو ځایونه جوړ شي.
د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني په خپلو خبرو کې وويل، ستاسې بچيانو د دې هېواد دفاع کړې، اوس لازمه ده چې ستاسې د اولاد ښوونه او روزنه په ښه طريقه وشي، روغتيايي خدمات او د اوسېدنې ځای درته چمتو شي چې په دې برخه کې موږ همکاري ته ولاړ يو.
د ناستې په پای کې د شهیدانو‌ کورنیو ته کوپون، نقدي مرستې او ماشومانو ته یې ډالۍ توزيع شوې او د ملي امنيت سلاکار ته د دوی له خوا د هغه يوه رسامي شوې تابلو ورکړل شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments