د شملزو خلکو اعتراض کړی

comments 0

هندوکش – زابل: د زابل شملزو ولسوالۍ اوسیدونکو د ټاکنو دفتر مخې ته د اعتراض خېمه وهلې ده.
د شملزو ولسوالۍ اوسیدونکي د خپل اعتراض لامل د دوی ځېنو سیمو ته د ټاکنیزو موادو نه رسیدل بولي.
دوی وايي، د موادو نه رسیدو له امله به زرګونه کسان په ټاکنو کې د رای ورکولو بهیر څخه بې برخې شي.
اعتراض کوونکو د ټاکنو کمېسیون ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی که یې ستونزه حل نه ‎شي، د دفتر دروازې به یې ور وتړي.
د زابل د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر وايي، د شملزو ولسوالۍ لپاره یې د نوم ليکنې مواد او کار کوونکي چمتو کړي دي، خو د توکو د لېږد په بهیر کې له ستونزو سره مخ دي.
د زابل سرپرست والي رحمت الله یارمل د خلکو اعتراض پر ځای ګڼلی او ویلي یې دي ستونزه یې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې خو پر ځای اقدامات نه دي شوي.
عمران احمدزې

Comments