د شمالي وزیرستان پښتنو د یوه پراخ لاریون خبر ورکړ

comments 0

هندوکش – شمال وزیرستان: ترهغې وروسته چې د پاکستان پوځ لوړ پورو چارواکو له شویو ژمنو مخ واړوه په شمالي وزیرستان کې د پښتنو مشر ګواښ کړې که چیرې کړي ژمنې عملي نشي نو لاریون به د هیواد نورو ښارونو ته وغځوي.
دپښتون ژغورني غورځنګ په نامه احتجاج کوونکو د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کي غونډه کړې، چي پکښي د یو شمېر بې درکه سوو کسانو خپلوانو هم ګډون کړی و.
دوې چې په لاسونو کې شعارونه لري وایي، حکومت ورسره په امنیتي پوستو کي د نرمښت تر څنګ یو شمېر نوري ژمني کړي وې، چي د نقیب الله مسید وژنه کي د ښکېل پولیس افسر راو انوار دنیولو ژمنه هم پکښي شامله وه.
د غونډي ویناوالو په خبره حکومت تر اوسه له دوی سره کړې یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.
د غورځنګ مشران وايي، راتلونکې نهمه نېټه به له حکومته د خپلو غوښتنو په لړ کي له دیره اسماعیل خانه تر کوټي پوري یو لاریون کوي او په ۱۱ نېټه به د کوټي په غونډه کي د پېښور احتجاج لپاره مهالوېش ټاکل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت پر ضد پاکستان کې پراخ لاریونونه روان دي او لاریون وال له پاکستان حکومت نیوکه کوي چې پښتنو سره په پاکستان کې بد چلند کیږي او دوې ته پوځ درناوې نه کوي.
دادان وزیري

Comments

Leave a Reply