د شلو کالونو له لویو لاس ته راوړنو

comments 0

هندوکش_کابل:دا دي کوچني ارقام یی ورته وړاندې کوم.
۱- افغانستان نن 9 میلیارده اسعاري زیرمې لري
۲- د افغانستان هر ولایت یو دولتي پوهنتون لري
۳ – د افغانستان هره ولسوالۍ کې ښوونځي شتون لري
۴ – د افغانستان هر ولسوالۍ نژدې سړک لري
۵- په افغانستان زرګونه نجوني او هلکان پوهنتونونه لولي
۶- په افغانستان کې میلونونه هلکان او نجوني ښونځي لولي
۷- زرګونه افغانان ماسټري او دوکتورا زده کړې لري
۸- افغانستان کلني ډول سلګونه پروزاونه نړۍ ته لري
۹- افغانستان کابو اته میلیارده بهرنۍ سوداګري لري
۱۰- سلوګونه انځوریزې ،چاپي او غږیزې رسنۍ لري
۱۱- میلیونونه افغانان کار لري

۱۲- افغانستان 22 میلیارده رسمي اقتصاد لري
۱۳- د ۲۲۲زره زده کوونکي د ښې راتلونکی په موخه کانکور کې ګډون کوي
۱۴- د افغانستان هر ولایت پوره ادارې کمپلیکس لري
۱۵- په افغانستان کې ملیاردونه ډالره شخصي پانګونه شوی
۱۶- افغانستان دوه نیم سوه زره امنیتي ځواکونه لري
۱۷- افغانستان هوايي ځواک لري
۱۸- افغانستان زرګونه میله سپکې او درنې وسلې لري
۱۹- د افغانستان هر لویه لار جوړ ده
۲۰- میلونونه افغانان مخابراتي خدمات کاروي
۲۱- افغانستان د نړۍ لسګونه هېوادونه سره سیاسي اړیکې لري
۲۲- د افغانستان هر وزارت پوره ادارې سیستم لري
۲۳- افغانستان په ورزش کې مډالونه لري
۲۴- د کرکټ ټيم هر نړیوال جام کې ګډون کوي
۲۵- افغانستان میلیاردونه افغانۍ مالي سیستم لري
۲۶- افغانستان وروسته 101 کله ریل پټلۍ لري
۲۷- زرګونه افغانان د هېواد د ښې راتلونکی په موخه زده کړې کوي
۲۸- افغانستان زرګونه روغتونونه لري
۲۹- د افغانستان هر ولایت مرکز کې بريښنا لري
۳۰- په افغانستان کې هر کال سلګونه کتابونه چاپيږي
۳۱- شل کلنه لاسته راوړنه سلما بند دی
۳۲- شورابک بند دی
۳۳- د شاه عروس بند دی
۳۴- پاشدان بند دی
۳۵- لسګونه نړیوالو ادارو سره اړیکې شتون لري
۳۶- نژدې هر ولایت هوايي ډګر لري
۳۷- سلګونه پلونه ،پلچکونه جوړ دي
۳۸- لسګونه د اوبو کانالونه دي
۳۹- سلګونه تجارتي مرکزونه دي
۴۰- زرګونه تخنیکې زده کړو مرکزونه دي
۴۱- د افغانستان هر کلی له نړۍ سره وصل دی
۴۲- افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب لري
۴۳- میلیادرونه افغانۍ عواید لري
۴۴- سلګونه ښارګوټي لري
۴۵- زرګونه فابریکې لري
۴۶- لسګونه مالي ادارې
۴۷- د مرکزي اسیا او سویلي اسیا د انرژۍ د لیږد په دهلیز بدلیدونکی دی
۴۸- افغانستان د مرکزي اسیا او سویلي د اتصال نقطې باندي بدلیدونکی دی
۴۹- افغانستان د ایران او چین د نښلونکې نقطه ده
۵۰- بیلا بیلو برخو کې سلګونه قوانین تصویب شوي
۵۱- هر افغان د نظر د څرګندولو حق لري ،لیکل کوي ،نیوکې کوي .
۵۲- لسګونه نړیوال او سیمه ییزو سازمانونو کې غړیتوب لري
۵۳- لسګونو هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري
دا  او دې ته ورته په سلګونو نور پرمختايي کارونه ترسره شوي ،او په راتلونکي کې موږ غواړو چې افغانستان د مرکزي اسیا،لودیزې اسیا ،سویلي اسیا،عرب هېوادونو، په سوداګريز او پانګې اچونې مرکز بدل شي.
په افغانستان کې د بیوزلۍ ،بیکار او جنګ ستونزې ختمې ټول په ګډه سره د هېواد د ابادې لپاره کار وکړو .
داسې یو افغانستان ولرو چې د هیڅ افغان وینه توی نه شي. ټولې هېلې د افغانستان د پرمختګ لپاره وي.
دیو اباد سرلوړي سولیز او غني افغانستان په هیله.
داود نیازی

Comments