د شاتو روزونکو ته مچۍ ورکړل شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د یو روزنیز ورکشاپ په پای کې د شاتو مچیو روزونکو ته د روزنې تر څنګ د شاتو د مچیو صندقونه ورکړل شول.
دا پروګرام د کرنې او انکشاف دهات وزارتونو ګډ و چې فني استادانو د مچیو روزونکو ته پکې روزنه ورکړه.
د ننګرهار د کرنې رییس وایي، دا ډول پروګرامونو ته به دوام ورکړي چې په کور دننه د شاتو تولید زیات شي او نورو هېوادونو ته هم صادر شي.
د کرنې رییس رفیع الله رحیمزې ډاډ څرګند کړی چې خپلو هلو ځلو ته به دوام ورکړي چې بزګرانو ته هم ورته روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي او مرستې ورسره وکړي.
فرهاد شهرانې

Comments

Leave a Reply