د سېلابونو راوتو په اړه د هوا پېژندنې ادارې خبرداری

comments 0

هندوکش ـ کابل: د هوا پېژندنې ادارې په ګڼو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی او په وینا یې، خلک دې احتمالي خطرونو ته متوجه وي.
د یادې ادارې د معلوماتو پر اساس، په کابل، کونړ، نورستان، بدخشان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننگرهار، لوگر، خوست، پکتیکا، پکتیا او د سالنګونو په ځينو سیمو کې د سېلابونه د راوتو امکان شته دی.
دوی خبرداری ورکړی چې د ورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي مېترو پورې وي.
تېره ورځ په پروان، پکتیا، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ورښتونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
عبید رادپور

Comments