د سیمه ییزې اجماع په تړاو د روسيې هڅې

comments 0

هندوکش – روسیه: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاروا وایي، روسيه کار کوي چې د سیمه ییزې اجماع جوړېدو په تړاو خپلې هڅې د ملګرو ملتونو له راتلونکې ناستې سره یو ځای پیل کړي.
زخاروا وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورووف به د جنورۍ په ۱۸ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په هغه غونډه کې ګډون وکړي، چې د افغانستان، منځنۍ آسیا او د ‌ډله ییزو وژنو د وسلو د کارولو مخنیوي په موخه جوړېږي.
د ماریا په خبره، د غونډې زیات تمرکز به یې د افغانستان پر وضعیت وي او روسیه به په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړېدو وړاندیز هم وکړي.
د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک چې کابل کې یې یوې غونډې کې خبرې کولې هم ډاډ ورکړ چې د حکومت د سیمه ییزې اجماع طرحه عمل ته نږدې شوې چې افغانستان د ثبات خاوند کولای شي.
کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي د سفر یوه موخه د افغانستان په تړاو د سیمه ییزې اجماع پر جوړېدو بحث و، هغه څه چې امنیت شورا کې يې د قزاقستان سفیر هم یادونه کړې.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply