د سید جمال الدین افغان مقبره بیارغول کیږي

comments 0

هندوکش ــ کابل: په کابل پوهنتون کې د ختیځ نامتو فیلسوف سید جمال الدین افغان مقبره بیارغول کیږي او پراخیږي.
د دغې پروژې عملي کار پرون شنبه (د سلواغې ۵مه) پیل شوی دی.
دغه پروژه د ۲۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د ښار جوړونې وزارت له خوا په یوه کال کې بشپړیږي.
د کابل پوهنتون مطبوعاتي مسولین وايي، د اوسنۍ مقبرې انګړ په ۳۰۰ متر مربع ځمکه پروت دی، خو د دې پروژې پر بشپړېدو به دغه انګړ ۱۴ سوه متر مربع پورې پراخ شي.
شعبان رفعت د کابل پوهنتون د مطبوعاتي برخې یو مسول په دې اړه وویل:” د دې لپاره چې سید جمال الدین د افغانستان لوی ویاړ دی، اوسنۍ مقبره د ده شخصیت ته په کتو مناسبه نه وه. حکومت پرېکړه وکړه چې دغه مقبره باید داسې ځای اوسي چې خلک یې لیدو ته راشي او د ځینو خپروونو کوربه توب وکړي. له همدې امله دغه پروژه عملي کیږي او د دولت له بودیجې نه یې مالي ملاتړ کیږي.”
ښاغلي رفعت زیاته کړه چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به ځینې فرهنګي خپرونې هم د سید جمال الدین افغان مقبرې په انګړ کې پرانیستل کیږي.
د کابل پوهنتون د معلوماتو له مخې، سید جمال الدین افغان د ختیځو هېوادونو نامتو عالم او فیلسوف بلل کیږي چې په ۱۲۱۷ هجري لمریز کې د افغانستان کونړ کې زېږېدلی.
هغه په ۱۲۷۵ کې د ترکیې په استانبول کې مړ شو او هملته خاورړو ته وسپارل شو خو ۷۶ کاله مخکې افغانستان ته راوړل شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپار شو.
د سید جمال الدین افغان مقبره په کورنیو جګړو کې ویجاړه شوې وه چې څو کال مخکې بیا ورغول شوه.
عبید رادپور

Comments