د سړک جوړونې انجنیران خوشې شول

comments 0

هندوکش – کندهار: د سړک جوړونې د شرکت ۱۳ کارکوونکي چې طالبانوپه کندهار ښار کې تښتولي وو خوشې شول.
د کندهار ځايي چارواکو زینهوا خبري آژانس ته ویلي چې دغه کسان نن سهار د سپین ګیرو په منځګړتوب خوشې شوي دي.
کابو لس ورځې وړاندې طالبانو د کندهار په سپین بولدک کې د سړک جوړونې د یو شرکت دیارلس کارکوونکو په ګډون درې سرحدي پولیس وتښتول.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments