د سولې کاروان کابل ته ورسید

comments 0

هندوکش – کابل: له هلمند پیل شوی د سولې ولسي کاروان له اته دیرش ورځو پلي مزل وروسته نن کابل ته راورسید.
د سولې دغه ولسي کاروان د اتو کسانو په نوښت له هلمند پیل چې بیا د کندهار، زابل، غزني، میدان وردګو ولایتونو کې سوله خوښو کسانو له لوري بدرګه او شمیر یې سلګونو کسانو ته ورسید.
کابل ته په رسیدو ددغه کاروان ستړو لارویانو له ښکیلو لوریو وغوښتل چې د حګړې د پای او سولې ته د رسیدو لار خپله کړي.
کابل والي، امنیه قوماندان او عام خلک ددغه ولسي کاروان هرکلي ته ورغلي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments