د سولې کاروان مزار ته روان شو

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې ولسي کاروان په لوڅو پښو مزار شریف ته روان شو.
د سولې ولسي حرکت مشر خیبر اقبال وايي، دوی د خلکو په استازولۍ راپورته شوي او خلک باید سولې ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي او ځان ته سزا ورکړي.
دغه کاروان پلان لري چې له شاوخوا یوه نیمه میاشت پلي مزل وروسته به مزار ته ورسېږي او د لارې په اوږدو کې به له خلکو سره لیدنې ولري.
دا کاروان له روژې وړاندې د هلمند ولایت څخه حرکت کړی، کابل کې د سفارتونو مخې ته تم شو او اوس یې له نورو ملګرو سره مزار ته حرکت پیل کړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments