د سولې کاروان غزني ته ورسید

comments 0

هندوکش – غزني: د هلمند د سولې کاروان هغه ډله کابل ته نږدې شې چې له روژې وړاندې یې حرکت پيل کړی و.
دا ډله لومړی اته کسان و چې اوس یې شمېر له شل کسانو اووښتی دي.
له دې ډلې سره په کندهار کې هغه معلول هم یو ځای شوی چې له کابله کندهار ته د ورور جنازې ته تللی و.
د سولې کاروان غړي پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې وژنې پای ته ورسوي او د اوربند هوکړه وکړي.
د سولې له دغه کاروانه په هېواد کې دننه او بهر ملاتړ شته او هر ولایت کې یې خلک تود هرکلی کوي.
طالبانو بیا دا ډول کاروانونه بې ځایه بللي او له افغان حکومت سره یې د سولې د هر ډول خبرو کولو وړاندیز رد کړی دی.
خو د سولې د دې پلي کاروان پریکړه دا ده چې تر هغې به په ولایتونو پلي ګرځي، تر څو یې چې د جګړې ښکیلو غاړو غږ نه وي اوریدلی.
شاه رسول غزنوي

Comments