د سولې په تړاو د خلیلزاد او عصمت لیدنه

comments 0

هندوکش – کابل: زلمي خلیلزاد د ازبکستان بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف سره لیدلي.

د دغې لیدنې په تړاو خلیلزاد پخپل ټوېټر لیکلي، چې سولې رامنځته کېدو لپاره د ټولو مهمو او په زړه پورې لوریو ګډون مهم دی.

خلیلزاد ویلي، امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د دغو هېوادونو له ګډون هرکلی کوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments