د سولې پروسه او د افغانانو اراده / بریالې ویاړ

comments 0

افغانانو له کلونو راهیسې سوله غوښتله او دا یې یو ارمان و، خو یو داسې څوک نه و چې د سولې پروسه مدیریت کړي او افغانان یو ارمان ته ورسوي.
اوس چې د سولې ۱۵ میاشتني خبرو یوه پایله ورکړې او ټاکل شوې د فبروري په ۲۹مه لاسلیک شي، ورسره سم د خلکو تمه پيدا شوې چې دا اوږده بدمرغه جګړه به نوره پای ته ورسیږی او افغانان به تر دې وروسته ارام ژوند وکړي.
کله چې د امریکا متحده ایالتونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، دویم پړاو کې د افغانانو ترمنځ مذاکرات دي چې پيل کیږي.
هوکړه کې شته چې بهرني خواکونه به له افغانستان وځي، او د افغانستان ټولې چارې به خپله افغانان پرمخ وړي، افغانستان دولت به یو مستقل دولت وي او له نورو هېوادونو سره به د دوه اړخیزو ګتو په اساس اړیکې پالي.
خو بهرني ځواکونه به هغه مهال د مهالویش په اساس له افغانستان وځي، چې پر طالبانو ډاډه شي چې هوکړې ته ژمن دي او عمل کې یې پياده کولی شي.
تر هغې چې بین الافغاني مذاکرات کیږي، طالبان په یو ګډ جمهوري دولت هوکړې ته رسیږي، تر هغې به طالبان تاوتریخولی کموي او د اصولو له مخې به امریکا سره په هوکړه عمل کوي.
۱۴میاشتو کې به بهرني ځواکونه وضعیت څاري چې طالبان په هوکړه عمل کوي، که ځینې ډلې ترې بیل کیږی او یا تر بل بیرغ لاندې وسله پورته کوي.
دا هغه اندیښنې دي چې افغانانو درلودلې، افغان حکومت امریکا سره شریکې کړې او په همدې اساس هوکړه چمتو شوې چې د شنبې په ورځ به لاسلیک شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک مخکې به امریکا، ناټو او افغان حکومت کابل کې یوه ګډه اعلامیه خپروې چې له افغان حکومت سره د ژمنو نوی پړاو پکې پيل کیږي.
دا ګډه اعلامیه به له هغې هوکړې وړاندې خپريږي چې دوحه کې یې امریکا او طالبان د پنځه ویشت هېوادونو استازو په حضور کې لاسلیک کوي.
هوکړه کې شته چې بهرني ځواکونه به نورو ترهګرو ډلو باندې د افغان حکومت په رضایت او همغږي عملیات دوامداره وساتي او اجازه به نه ورکول کیږي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکارول شي.
ګډه اعلامیه کې بیا راغلي چې افغان حکومت به هغه مهال د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالویش هرکلی او ملاتړ کوي چې طالبان په شوې هوکړه عمل وکړي.
د افغان حکومت دا دریځ د افغانانو غوښتنه ده چې لویه مشورتي جرګه کې یې افغان حکومت ته مشوره ورکړې وه.
افغانان پایداره سوله غواړي، نه داچې بهرني ځواکونه ووځي او داخلي جنګونه راپورته شي او پاکستان بیا په کابل باندې حاکم شي.
هر څه په ډیر احتیاط او دقت سره مخ ته ځي او سوله کې هر ډول بیړه کول دا پروسه د خلکو په زیان تمامولی شي، هغه سوله د حکومت او ملت لپاره اهمیت لري چې پایداره وي او جګړه ورسره پای ته ورسیږي.
خلک دې پر خپل حکومت او ځواکونو باوري وسي چې هیڅ ډول معامله به سوله کې نه کیږي او حکومت د خلکو له ارادې سره سم عمل کوي.

Comments