د سولې ولسي حرکت: وسله والو طالبانو یې ۲۷ غړي بیا برمته کړي دي

comments 0

هندوکش ــ فراه: د سولي ولسي حرکت موټریز کاروان چې ۶ موټره او ۲۷ کسان دي، پرون شاوخوا پنځه بجې د فراه په مربوطاتو کې طالبانو برمته کړي دي.
د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست وایي، دا کاروان له هراته د فراه پر لاره و، چې طالبانو یې غړي له سړک څخه کښته کړي او تر دې دمه یې په اړه معلومات نشته.
د سولې ولسي حرکت اوونۍ وړاندې په ټول هیواد د سولې له شعار سره د موټریز کاروان په مرسته د راګرځېدو موزې په پښو کړې.
د دغه حرکت ګڼ غړي تر دې وړاندې هم په لوګر او هلمند کې طالبانو برمته کړي او بیرته خوشې کړي وو.
د سولې ولسي حرکت څه باندې یو کال وړاندې په هلمند ولایت کې د هغه چاودنې وروسته خپل د سولې لپاره کمپاین پیل کړو، چې پکې ګڼ شمېر ملیکانو ته مرګ ژوبله وا وښته.
امیر حسین سلجوقي

Comments