د سولې ولسي حرکت نن اروپايي ټولنې دفتر ته زړه بوږنوونکي عکسونه ډالۍ کوي

comments 0

هندوکش _ کابل: د سولې ولسي حرکت نن په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر ته زړه بوږنوونکي عکسونه ډالۍ کوي .
بسم الله وطندوست د سولې ولسي حرکت ویاند وایي چې دوی د اوسني وضعيت په اړه د خپلې مايوسۍ له کبله دغه دفتر ته د افغانستان د جګړې زړه بوږنوونکي عکسونه ډالۍ کوي.
ښاغلي وطندوست وایی: مونږ له هغو عکسونو چې د افغانستان له ويجاړو شويو سیمو، بمباريو او چاودنو اخيستل شوي دي، یو البم جوړ کړی چې د اروپايي ټولنې دفتر ته به يې ډالۍ کوو.
د یادونی وړ ده چې د سولې ولسي حرکت غړي له جګړه ځپلي ولايت – هلمند څخه سلګونو کېلومتره مزل وروسته کابل ته ننوتل.
دوی ترو اوسه د امریکا، روسیې، بریتانيا، پاکستان، ايران او ملګرو ملتونو د دفتر په ګډون د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو مخې ته اعتراض کړی او دا خوځښت غواړي د راتلونکي جمعې په ورځ له کابله د بلخ ولايت پر لور لاريون پيل کړي.
عبید رادپور

Comments