د سولې ولسي حرکت غړي بدخشان ولایت ته رسیدلي دي

comments 0

هندوکش ــ بدخشان: د سولې ولسي حرکت غړو دخپلو سفرونو په لړ کې نن بدخشان ولایت ته رسیدلي دي، هلته به د یاد ولایت له اوسیدونکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره یو ځای د سولې غوښتنه وکړي.
د سولې ولسي حرکت غړي وايي، که وسلوال طالبان له خپلو کړنو او بې ګناه افغان وژنې څخه لاس وانخلي دوی به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دوي زیاتوي، افغانان نور له ویني تویولو او جګړې څخه ستړي دي او نور په هېواد کې د جګړې د ختمولو غوښته کوي.
نجیبه سروري

Comments