د سولې ولسي حرکت غړي ارزګان ولایت ته رسیدلي دي

comments 0

هندوکش ــ ارزګان: په ارزګان ولایت کې دسولې ولسي حرکت غړو له لوري په یوه جوړه شوې غونډه کې له ارزګاني وګړو څخه وغوښټل،چې دسولې ولسي حرکت ملاتړ وکړي ترڅو په ګډه سره دجګړې له ښکیلو غاړو څخه داوبند وغوښتنه وکړي.
په جوړه شوې غوڼده کې دارزګان اوسیدونکو له یاد حرکت خپل ملاتړ څرګند کړاو په هېواد کې دیوه تل پاتې سولې غوښتونکي شول.
دسولې ولسي حرکت غړو دارزګان ولایت اوسیدونکو ته دسولې په ګټو او دجګړې په زیانونولنډې خبرې وکړې.
ننګیالی کوهنورد

Comments