د سولې ولسي حرکت: د طالبانو لخوا د دغه حرکت د برمته شویو غړیو په اړه تر اوسه معلومات نشته

comments 0

هندوکش ــ هرات: د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست رسنیو ته وویل چې دغه کسان له هراته فراه ته په لاره د بالابلوک ولسوالۍ کې پرون نیول شوي دي او دوی یې د برمته کیدو وروسته هېڅ معلومات نلري.
ښاغلي وطندوست وویل چې دا څلورم ځل دی چې طالبان د سولې ولسي حرکت غړي نیسي.
هغه وویل: “که څه هم مونږ په وار وار د طالبانو سیمو ته ورغلي یو او له هغوی سره مو خبرې کړي دي، د هغوی ټولې اندېښنې مو رفع کړي دي. خو بیا داسې پېښه کیږي.”
دغه حرکت د وسله والو طالبانو څخه غواړي چې ژر تر ژر د دوی ۱۷ برمته شوي غړي پریږدي. د سولې ولسي حرکت ویلي چې داسې راپورونه یې تر لاسه کړي چې د دوی د برمته شویو غړیو سره وسله والو طالبانو زور زیاتی کړی.
طالبانو تراوسه په دې هکله څه ندي ویلي.
د سولې ولسي حرکت غړو ۱۵ ورځې مخکې د افغانستان ټولو ولایتونو ته خپل سفر له هلمند څخه پیل کړ.
امیر حسین سلجوقي

Comments