د سولې ولسي حرکت د سولې او اوربند په ملاتړ خپلو غونډو ته دوام ورکوي

comments 0

هندوکش ــ ارزګان: د سولې ولسي حرکت وايي په ارزګان ولايت کې د سولې او اوربند په ملاتړ خپلو ولسي غونډو ته دوام ورکوي.
د دغه حرکت غړي چې ارزګان ولايت ته ورغلي، د وروستيو درنو اورښتونو او سېلابونو له کبله راګير پاتې دي.
د حرکت وياند بسم اله وطندوست ته وويل:
“د سولې ولسي حرکت د ارزګان په بېلابېلو سيمو کې له قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او سپين ږيرو سره ناستې لري. د ناستو پر مهال له ولسونو غواړي چې نور چوپ پاتې نه شي، نور بايد خپل غږ پورته کړي او د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راولي چې روانه افغان وژنه پاى ته ورسېږي.”
ښاغلى وطندوست وايي، د ارزګان-کندهار د لارې له خلاصېدو سره د سولې ولسي حرکت بېرته کندهار ته ځي او هلته د سولې په ملاتړ لاريون کوي.
دغه حرکت په پام کې لري، وروسته سپين بولدک ولسوالۍ ته هم لاړ شي.
د سولې ولسي حرکت تېره مياشت د افغانستان ټولو ولايتونو ته خپل سفر پيل کړ چې تر اوسه يې فراه، نيمروز، هرات او کندهار ته سفرونه کړي دي.
ننګیالی کوهنورد

Comments