د سولې مشورتي لویه جرګه نن رسما پیل شوه

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې مشورتي جرګه چې پر وړاندې یې سیاستوالو سټړ ښند جوړ کرې وو د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې نن رسما پیل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې ټول هېواد څخه شاوخوا درې زره وګړو ګډون کړی او ټول به د راتلونکي تلپاتې سولې لپاره خپلې مشورې او د روانې جګړې د بندیدو په اړه به خپل نظرونه روښانه کړی او په ګډه سره به د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ به خپلې سرې کرښې په نښه کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې دی باوري نه دی چې له ټاکنو مخکې سوله وشي.
هغه چې د یکشنبې په ورځ کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره مرکه کوله وویل مونږ ارزښت ورکوو چې اول خو سوله له ټاکنو مخکې وشي خو دا چې مونږ ډاډه نه یو نو د ټاکنو لپاره دې هم چمتو والی ونیول شي.
وړاندې طالبانو د سولې لپاره د موقت حکومت جوړول د یو شرط په ډول افغان حکومت ته وړاندې کړی وو، خو افغان ولسمشر او نورو چارواکو د طالبانو له دې شرط سره کلک مخالفت څرګند کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments