افغان حکومت یو بیا پر بین الافغاني خبرو او اوربند ټینګار وکړو

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، چې د سولې خبرو لپاره اړینه ده چې طالبان اوربند ته غاړه کېږدي.
ښاغلي دانش نن جمعه د ولسي جرګې د یوه پخواني غړي عبدالمطلب بېک د تلین په مراسمو کې وویل، که طالبان اوربند وکړي، د افغانستان حکومت هم اوربند ته تیار دی. خو هغه وویل، ډاډه نه دی چې طالبانو ته به د هغوی بهرني ملاتړي اجازه ورکړي چې په افغانستان کې سوله وکړي. تر دې وړاندې طالبانو د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت پر له بسې غوښتنو ته منفي ځواب ویلی دی.
هغه په ورته وخت کې وویل چې د سولې په اړه په هېواد دننه د سیاستوالو ترمنځ هم واحد دریځ موجود نه دی.
ښاغلي دانش داسې مهال د اوربند خبره کوي چې اوسمهال د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات په موقتي ډول درېدلي دي، ترڅو طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او اوربند په تړاو له خپلو مشرانو سره مشورې وکړي.
حکومت اجرايیه رئیس عبدالله عبدالله د پرون ورځې غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان له حکومت سره له خبرو پرته به د سولې هرډول مذاکرات هېڅ ځای ته ورسېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments